د چين ساخت لومړۍ مسافر وړونکې الوتکه معرفي سوه
د چين له خوا جوړه سوې C919 ډوله د منځني واټن مسافر وړونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د نوامبر ۳مه نېټه) په شانګهای کي په رسمي توګه نندارې ته وړاندي کړله سوه. دغه الوتکه به په ۲۰۱۹م کال خپل تجارتي سفرونه پېل کړي.
«يو پرمختګ يو څرګند پړاو»
د چين الوتکه جوړونکي شرکت کوماک د دوشنبې په ورځ هغه لومړۍ مسافر وړونکې الوتکه نندارې ته وړاندي او معرفي کړه، چي په بشپړه توګه په چين کي طرحه سوې او جوړه سوې ده. دغه الوتکه تر ۵۵۵۵ کلومترو پوري سفر کولای سي او پکښي ۱۶۸ مسافر سفر کولای سي. د کوماک شرکت رئيس جين ږوانګلونګ دغه الوتکه د پرختګ پر لور و يو مهم پړاو ته رسېدل بللې ده.
د الوتکي له پاره دولتي مراسم
په شينګهای کي د دغې الوتکي د معرفي کولو په مراسمو کي د ګډون له پاره ۴۰۰۰ مېلمانه رابلل سوي ول. يو کشونکي موټر دغه ۳۹ متره اوږدوالی لرونکې الوتکه د پودونګ په هوايي ډګر کي و راټولو سوو مېلمنو ته وړاندي کړه.
د فرمايش سوو الوتکو په رسولو کي ځنډ
د چين الوتکه جوړونکي دولتي شرکت Commercial Aircraft Corporation of China (Comac) په ۲۰۰۸ مېلادي کال د دغې الوتکي په طرحه کولو لاس پوري کړ. لومړۍ ازمويښتي الوتنه د ۲۰۱۴ مېلادي کال او تجارتي سفرونه د ۲۰۱۶ مېلادي کال له پاره پلان سوي ول. خو د دغې الوتکي په جوړولو کي ځنډ رامنځ ته سو او لومړۍ تجارتي الوتني به يې په ۲۰۱۹ کال کي پيل سي.
په بشپړه توګه چينايي نه ده
دغه الوتکه په بشپړه توګه په چين کي جوړيږي. خو په سل په سل کي چينايي ساخت نه ده ولي چي يو شمېر مهمي پرزې يې د بهرنيو شرکتونو او يا هم د مشترکو شرکتونو له خوا جوړيږي.
امکانات زيات دي
چين په نړۍ کي د هوايي سفر تر ټولو لوی بازار دی. امريکايي شرکت Boeing اټکل کوي چي چين به په راتلونکو ۲۰ کالو کي تقريبا ۸۰۰ مليارده ډالره د مسافر وړونکو الوتکو په خريداري مصرف کړي.
تر شمېر کېفيت او معيار مهم دی
د چين سياسي مشرتابه په دې لټه کي ده چي په نړيوال بازار کي خپل هيواد ته نوی دريځ او ځای پيدا کړي. چين هڅه کوي چي د ارزانه او په لوړه اندازه زياتو مصنوعاتو پر ځای معياري او ښه کېفيت لرونکي قيمتي مصنوعات نړۍ وال بازار ته وړاندي کړي. د C919 په جوړونه سره چين غواړي چي په نړۍ وال بازار کي خپل دريځ قوي کړي.
چين يو نوی سيال؟
ايا چين به د C919 الوتکي په مرسته د ايربس او بوينګ شرکتونو سره سيالي وکړي؟ هو، دغه چينايي الوتکه به نه يوازي په چين کي دننه بلکه د چين څخه دباندي هم د هوايي شرکتونو د توجه راجلبولو هڅي وکړي چي ځان ته د چين څخه د باندي هم بازار پيدا کړي.