د چین سیاستوال څرنګه شتمن کیږي؟
۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه
په چین کې د سیاسي قشر د اقتصادي فعالیتونو په اړه ډیر کم معلومات بربنډیږي. خو دا ښکاره خبره ده چې د دغه هیواد حکومتي او حزبي استازي او د هغوی خپلوان ډیر ژر بډایان کیږي.
د نیویارک تایمز ورځپاڼې په حواله د چین د صدراعظم وین جیا باو، کورنۍ د ۲.۱ میلیارده یورو په ارزښت سرمایه لري. څو میاشتې مخکې د بلومبرګ په نوم یوې رسنې د چین د اوسني جمهور رییس هوجیان تاو د راتلونکي ځای ناستي خي جین پینګ، د کورنۍ د شتمنۍ په اړه معلومات خپاره کړي ول. ویل کیږي چې په چین کې سیاسي واکمنانو د دې هیواد بیلابیلې اقتصادي برخې قبضه کړي دي. دوی په خاص ډول د دولتي شرکتونو له لارې ډیرې پېیسې تر لاسه کوي.
د چین عام خلک په دې راز خبر دي. د مثال په ډول په پیکنګ کې د ژاژونګ په ناحیه کې یو ټکسي چلوونکی د سکرو له یوې فابریکی څخه د تیریدو په حال کې په عادي ډول وایي چې دغه ځای د لي پینګ کورنۍ پورې اړه لري. دغه وګړی تر ۱۹۹۸ کال پورې د چین صدر اعظم وو.
که څه هم د چین اقتصاد له درو لسیزو راهیسې د غوړیدو په حال کې دی خو داسې ښکاري چې د سیاسي زور واکانو او د هغوی د کورنیو د غړو په اندازه بل هیڅ چا هم له دې شتمنۍ څخه ګټه نه وي پورته کړې. دغو پیسو ته د رسیدو له پاره هغه وخت لاره هواره سوه چې په ۹۰یمو کلونو کې په چین کې زیاتره شرکتونه او کمپنۍ خصوصي سوې.
د بن په پوهنتون کې د سیاسي علومو له پوهنځي څخه ګوخو یو وایي: «هغه کسان چې لس یا پنځلس کاله مخکې د قدرت پر سر ول، هغوی دغه شرکتونه او کارخانې په ډیره ارزانه بیه پر خپلو خپلوانو باندې وپلورلې او په دې ډول د دغو شرکتانو خاوندان شول. سیاسي لوړپوړو چارواکو دغه پیسې په بازارونو کې د اسهامو د خرڅلاو په پایله کې نه دي ګټلي. دوی په ډیر شمیر دغه شان شرکتونو کې ونډې لري.»
خو دغه سیاستوال نه یوازې په دې شرکتونو کې د ونډو اخیستلو په پایله کې بډایان سوي دي بلکې په خصوصي سکتور کې د دوی خپلوان هم د لویو څوکیو خاوندان دي. د نیویارک تایمز ورځپاڼه د وین جیا باو د زوی په هکله لیکي چې هغه پر نورو فعالیتونو سربیره د سپورتي جامو د تولید په یوه شرکت کی هم پانګه اچولې ده.
د چین کارپوه ګو خو یو وایي چې د چین د سیاستوالو خپلوانو د ډیری اقتصادي بنسټونو به رهبري کې دي: «د ټولو ۱۳۴ دولتي شرکتونو ریاستونه، د مرکزي دولت تر مستقیم نظارت لاندې او د شخصي اړیکو پر بنسټ دغو کسانو ته رسیدلی دی.»
د چین دولتي شرکتونه د نړۍ په کچه ډیر لوی شرکتونه دي او د هغوی مشران د دغو شرکتونو د پیسو د راکړې ورکړې په اړه پریکړه کوي. په هغو کې هیڅ ډول شفافیت موجود نه دی. دوی د چین مختلفې اقتصادي برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. د ویکی لیکس له خوا په بربنډ شوو اسنادو کې راغلي دي چې د لي پینګ کورنۍ د برېښنا سکتور او د ژو یونګ کانګ کورنۍ بیا د دغه هیواد د نفتو سکتور تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
کارپوهان په دې نظر دي چې په چین کې باید سیاسي اصلاحات رامنځ ته شي او د چین شتمنۍ باید له سره وویشل شي. خو هغه کسان چې پر قدرت دي، هغوی د دغه ډول اصلاحاتو رامنځ ته کولو ته غاړه نه ږدي.
مارکوس ریمیلي/ ګل غوټۍ پوپل
کتونکی: مسعود جهش