د کابل خالي واټونه او کوڅي په انځورونو کې
تر هغه وروسته چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره ګرځبنديز اعلان کړ، د کابل ډیرو اوسیدونکو دغه موضوع جدي ونیوله او په خپلو کورونو کې پاتې شول. خو ځینې بیا دغه محدودیتونه نه مراعتوي.
په کابل کې د ګرځبنديز تر اعلان وروسته، یوازې د خوراکي توکو پلورنځایونه، روغتونونه او درملتونونه په دې ښار کې پرانیستې دي. امنیتي ځواکونه پر سړکونو باندې ګرځي.
د ګرځبنديز تر اعلان وروسته د کابل تر ټولو مزدحمې سیمې اوس خالي دي او ډير لږ خلک پکې تګ راتګ کوي.
د کابل پر ډیرو واټونو اوس هم د میوو د پلورلو کراچۍ لیدل کیږي چې پر ګرځبنديز سربیره هم خپل کار ته دوام ورکوي.
هغه کسان چې اوس هم د کابل پر واټونو باندې لیدل کیږي وايي چې دوی اړ دي د کورنۍ د نفقې برابرولو له پاره له کوره ووځي.
د کابل ډیر اوسیدونکي د کرونا ویروس له خپریدو اندیښمن دي او له نورو ښاریانو غواړي چي د حکومت سپارښتني ومني.
خو پر دې هر څه سربیره هم د کابل یو شمیر اوسیدونکي د روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې نه نیسي او له کوره وځي. د هغوی دغه پریکړه بیلابیل لاملونه لري.
هرات تر نورو ډیر د کرونا ویروس له کبله ځپل شوی دی. خو کابل هم د خپل ډیر نفوس له کبله یو داسې ځای دی چې کرونا ویروس یې سخت ګواښي.