د کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی
۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبهچاودنه د کابل هوایي ډګر ته نزدې رامنځ ته شوې ده. پولیسو ویلي دي چې د برید هدف ښايي یو سپین موټر وو چې ډیر وخت د امنیتي قراردادیانو له خوا کارول کیږي. دغه موټر هم د برید په پایله کې یو څه ویجاړ شوی دی.
د کابل امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي، تایید کړې ده چې په برید کې یو کس وژل شوی او د درو تنو ښځو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. رحیمي ویلي دي چې د برید هدف د ملکي وګړو په منځ کې د ویرې رامنځ ته کول وو. هغه زیاته کړې ده: «د انسانیت دښمنانو د یوې مدرسې پر وړاندې چې ماشومان په کې قرآن شریف زده کوي او اسلامي زده کړې پر مخ وړي، موټر بم الوزولی دی. دا ښیي چې هغوی د خدای، قرآن شریف او مسجدونو دښمنان دي.»
د چاودنې له کبله یو میني بس هم ویجاړ شوی او د شاوخوا سیمو د ودانیو ښیښې ماتې شوې دي. برید افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف، تر سفر یوه ورځ وروسته ترسره شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په خپل تویتر پاڼه کې ادعا کړې ده چې برید د بهرنیانو پر یوه کتار ترسره شوی دی او په پایله کې یې ډیر تلفات رامنځ ته شوي دي. خو طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو رامنځ ته کیدو ادعاوې کوي.
له بلې خوا په کابل کې د ناټو یوه ویاند ویلي دي چې په برید کې د کوم بهرني سرتیري د ژوبلیدو شواهد په لاس کې نه شته. طالبانو به روانې میاشت کې په کابل کې څو بریدونه ترسره کړي دي چې په کې د هسپانیې پر سفارت او د بګرام هوایي اډې ته نزدې چاودنې شاملې دي.