رسنۍ: منځنۍ اسیا او افغانستان دې ګډ کار وکړي
۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبهد کابل چاپ ورځپاڼو د اختر له څلور ورځنېو رخصتیو وروسته نن یو ځل بیا په خپرونو پیل وکړ او ډیری هغو یې د افغانستان د بیلا بیلو موضوع ګانو په اړه تبصرې او شننې خپرې کړي دي.
د خدمتګار په نامه غیرحکومتې ورځپاڼې پر افغانستان او د سیمې پر ملکونو باندي د روسیې د اغیز په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .
دغه مطلب د افغانستان، روسیې،پاکستان او تاجکستان د مشرانو د دریمې ناستې د ګډې اعلامیې تر نشر وروسته خپور سوی دی.
ورځپاڼه لیکي نړیوال ځواکونه باید په سیمه کې روسیه د یوه مقتدر هیواد په توګه له پامه و نه غورځوي، ځکه له امریکې را وروسته روسیه په سیمه او نړۍ کې لا هم د اغیزناک هیواد په توګه پیژندل کیږي او له امریکې را وروسته په افغانستان کې باید ورته د یوه الترنتیف په توګه وکتل سي.
خدمتګار وړاندي لیکې که له یوه لوري امریکا په افغانستان کې د زبرځواک هیواد په توګه د جګړې مشري پر غاړه لري، له بل لوري باید له دغه ملک سره په خوا کې پراته مقتدر هیوادونه لکه چین، ایران او روسیه هم له پامه و نه باسو.
د خدمتګار لیکوال کاږي چې د افغانستان جګړه یوازي د امریکې جګړه نه بلکې د سیمې جګړه ده او د سیمې ټولو هیواونو ته په کار ده چې په ګډه سره ورته یوه مناسبه حل لاره ومومي.
د انیس په نامه له کابل څخه خپریدونکې حکومت پلوه ورځپاڼي بیا تاجکستان ته د افغان ولسمشر سفر ډير مهم بللی.
د انیس لیکوال واېې، د منځنۍ ا سیا هیوادونه نه یوازي دا چې له سیاسي پلوه بلکې له نظامې او اقتصادي اړخونو له افغانستان سره د همکارۍ اوږده سابقه لري او کولای سي چې د افغانستان د روانې جګړې لپاره د حل لاري په موندلو کې مهم رول ولوبوي.
انیس لیکي، ترکمنستان هغه هیواد دی چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د هغوي او د رباني په مشرۍ د جمیعت ګوند ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی وو او اوس هم کولای سې چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې او سیاسي ډیالوګ لپاره مناسب چاپریال رامنځ ته کړي.
انیس د روسیې له جمهور ریس دیمیتري میدویدوف سره د افغان ولسمشر حامد کرزي ناستې ته په اشاره لیکي چې کابل هڅه کوي د روسیې ملاتړ له ځان سره ولري.
ځکه د روسي سیاستونه اوس هم پر افغان بهیر اغیز لري او له بلې خوا کابل هڅه کوي خپلو وسله والو ځواکونو ته روسي تجهیزات تر لاسه کړي.
د سروش ملت په نامه یوې بلي ورځپاڼي بیا د انتقال پروسې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.
ورځپاڼه لیکي، د افغان امنیتي ځواکونو قابلیتونه د هري ورځي په تیریدو لوړیږي او د ملک امنیتي چلنجونو ته د ځواکونو وروستي پر وخت غبرګونونه د دغې ادعا روښانه ثبوت دی.
سروش ملت ورځپاڼه د بهرنیو ادارو هغه ادعاګاني بي اساسه بولي چې ګواکي افغان ځواکونه د امنیت د اخیستلو جوګه نه دي.
دکابل چاپ حرکت ورځپاڼې بیا د روسیې او تاجکستان تر منځ د هغه احتمالي تړون په اړه مطلب خپور کړی چې له مخې به یې روسي ځواکونه تر پنځوستو کلونوپوري په تاجکستان کې پوځي حضور ولري.
ورځپاڼه د افغانستان حالات له دغسې اغیزو لري نه بولي او هغه په سیمه کې د زبرځواکو قدرتونو د ښکر په ښکر کیدو پلمه بولي.
کابل/ جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکیم