روسیه د چین سره ټوله سرحدونه تړي
۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبهتر دې د مخه د تیري دوشنبه په ورځ (د جنورۍ میاشتي ۲۷ مه) منگولیا هم د چین سره خپل تقریبأ ۴۷۰۰ کیلومتره سرحد وتړی.
د کرونا ویروس د سږو دغه نوې خطرناکه مریضي، د تیرکال په دسمبر میاشت کي په ووهان کي راپیدا او په شدت سره په ټوله دنیا او خصوصأ چین کي د خپریدو په حال کي ده. دغه ویروس اوس د نړۍ تر ۲۰ اضافه هیوادونو ته سرایت کړی او د چینايی چارواکو په حواله تر جمعې پوري یوازي په چین کي تقریبأ ۱۰۰۰۰ تنه په هغه اخته سوي او حداقل ورڅخه ۲۵۰ تنه وژل سوی دي. په نوره نړۍ کي حداقل په کرونا ویروس د اخته کیدو ۵۰ پيښي ثبت سوي دي، چي یوازي په جرمني کي ۸ ته رسیدلي دي.
نه یوازي روسیې ددغه مرض په مقابل کي عکس العمل ښوولی، بلکه جرمني، د امريکا متحده ايالاتو، فرانسې، انگلستان او نورو ډیرو نورو هیوادونو هم د چین څخه خپل اتباع راایستلي ، هغوی یې قرانطین کړي او نه پریږدي ، چي چین ته څوک ولاړ او یا ورڅخه راووځي.
AFPD/MQM/AWA