روسیې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو نیټه په ډاګه کړه
۱۳۹۷ آبان ۱۲, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې ۳ نیټه) روسیې ویلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو له پاره د مسکو غونډې ته د جګپوړو سیاسي څیرو په ګډون د یوه پلاوي د لیږلو په برخه کې موافقت کړی دی.
تر دې وړاندې د روان کال په اګست میاشت کې د مسکو په کوربتوب دغه راز یوه غونډه د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان د نه ګډون له کبله لغوه شوې وه. په اګست میاشت کې روسیې د افغانستان د سولې د خبرو له پاره په مسکو کې د یوه څو اړخیز کنفرانس د کوربتوب وړاندیز کړی وو. هغه مهال ټاکل شوې وه چې په دغه راز کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي په ګډون د ۱۲ هیوادونو استازي برخه واخلي. هغه مهال د افغانستان حکومت استدلال کوو چې د سولې هر راز خبرې باید د افغان حکومت په مشري ترسره شي او د مسکو په کوربتوب په دغه کنفرانس کې یې د نه ګډون پریکړه وکړه.
د شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو دغه خبرې به د مسکو په کوربتوب د روانې نومبر میاشتې په ۹ نیټه ترسره شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې په دې ترتیب سره به دا لومړی ځل وي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي به په دغه راز یوه جګپوړي نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.
روسیې د دغه کنفرانس له پاره د پاکستان، هندوستان، ایران، چین او متحده ایالاتو په ګډون شمیر هیوادونو ته د برخې اخیستنې وړاندیز کړی دی.