«کيدای شي په افغانستان کي ۱۶ ميليون کسان په کرونا اخته شي»
۱۳۹۹ فروردین ۵, سهشنبهپه داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دی، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر هم په کرونا ویروس د میلیونونو افغانانو د احتمالياخته کیدو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په کابل کې د یوې خبريغونډې په ترڅ کې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکلونو په استناد وویل چې ښايي د نړۍ تر ۸۰ سلنه ډیر نفوس په کرونا ویروس اخته شي.
د عامې روغتیا وزیر دغو شمیرو ته په کتو سره زیاته کړه چې په دې توګه به په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر۱۶ میلیونو هم ډیر وي.
فیروز الدین فیروز خبرداری ورکړ چې که چیرته د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو موډل په افغانستان کې محاسبه کړو، نو په دې هیواد کې به ۱۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شي چې له دې ډلې به په ۸ میلیونو کې د دغه ویروس علایم څرګند شي، ۷۰۰ زره کسان به روغتون ته د تګ اړتیا ولري، ۲۰۰ زره کسان به جدي روغتیايي پاملرنې ته اړتیا ولري او ۱۱۰ زره کسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د عامې روغتیا وزیر زیاتوي چې دغه احتمالي شمیرې د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري اټکل شوي، خو ټینګار یې وکړ چې که خلک د حکومت لارښونو ته پاملرنه وکړي او احتیاطي تدابیر عمليکړي، د دې شمیرو مخه نیول کیدلی شي.
په أفغانستان کې اوسمهال ۴۶ تنه په کرونا ویروس یا کوید ۱۹ ویروس اخته دي. تر اوسه پورې د دې ناروغۍ په پایله کې یوازې د یوه کس د مړینی پخلی شوی دی او یو کس په روغتون کې تر درملنې وروسته بیرته کور ته روغ رمټ ستون شوی دی.
د أفغانستان د عامې روغتیا وزارت په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې له دې کبله چې په أفغانستان کې د کرونا ویروس زیاتره پیښې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي، په دې ولایت کې به د ورځې لخوا پر ګرځیدو بندیز وضع کړل شي.