سويز کانال کې د لس مليارډه ډالرو په ارزښت تجارتي توکي بند دي
د څو ورځو راهيسې د «ايور ګيوون» په نوم بار وړونکې کښتۍ د سويز کانال بند کړی دی. دغه حالت پر اقتصاد هم تاثير لري. د دغې کښتۍ راويستل ډېر وخت نيسي چې اقتصادي عواقب يې ډېر زيات دي.
په کانټينرونو باره دغه کښتۍ لا بنده ده
د ايور ګيوون کښتۍ د ژغورلو هڅې دوام لري. دغه ۴۰۰ متره اوږده کښتۍ په مصر کې د سويز په کانال کې بنده ده. شاوخوا خټې او شګې لرې کړل شوې، خو د کښتۍ د راويستلو هڅې تر اوسه ناکامې دي. د ژغورنې په چارو کې موظف جاپاني شرکت ويلي چې دغه «ډېر ستونزمن» کار دی.
د ژغورنې کار ښايي يو څو اوونۍ وخت ونيسي
د بلومبرګ په نوم خبري اژانس د جمعې په ورځ ويلي چې د ژغورنې چارې ښايي يوه اوونۍ يا لا زيات وخت دوام وکړي. د سويز کانال ادارې البته ونه يل چې دغه کانال به کله بېرته پرانيستل شي. د پاناما تر بيرغ لاندې چلېدونکې دغه کښتۍ د سمندر له تل سره لګېدلې او اوس د سويز په کانال کې بنده پاتې ده.
نورې کښتۍ د انتظار په حال کې دي
کله چې د ايور ګيوون کښتۍ بنده پاتې شوه، اقتصاد هم اغېزمن شو. د اوونۍ په ترڅ کې د اومو تېلو بيې پورته او ښکته شوې. اوس مهال ۱۶۵ بارلېږدونکې بېړۍ د کانال دواړو لورو ته انتظار وباسي. دغه خبره د لويدس ليست په نوم د باروړونکو کښتيو د ارقامو د ارزونې ادارې وکړه.
د سويز کانال د وخت د سپما باعث ګرځي
د سويز کانال چې د اقريقا لويه وچه له نژدې ختيځ او آسيا څخه بېلوي، د نړۍ يوه تر ټولو مهمه تجارتي لاره ده. دلته د نړۍ د تجارت ۱۲ سلنه تېريږي. د سويز کانال په مرسته د افريقا د لويې وچې په اوږدو لاره سپمول کيږي چې تقريبا ۷۰۰۰ کيلومتره تشکيلوي.
د لس مليارډه امريکايي ډالرو په ارزښت توکي بند پاتې دي
د نفتو او تېلو تر څنګ له دغه کانال څخه لباس، فرنيچر او د موټرو پرزې هم تېريږي. لويدس ليست په تويتر کې کاږي چې د محاسبو له مخې د لويديځ په لور تلونکي توکي تقريبا ۵،۱ مليارډه ډالره ارزښت لري، په داسې حال کې چې د ختيځ په لور تلونکي توکي تقريبا ۴،۵ مليارډه ډالره ارزښت لري. ټول ټال تقريبا لس مليارډه ډالره توکي دلته بند پاتې دي.
روسيه او سعودي عربستان ډېر اغېزمن شوي دي
په تېره روسيه او سعودي عربستان هغه هېوادونه دي چې د کانال د لارې تر ټولو زيات تېل صادروي. هند او چين بيا تر ټولو ستر واردونکي دي. دغه خبره د ورتېکسا شنونکو کړې ده. د آلمان اقتصاد به هم د دغه بندښت له کبله زيان وويني.
که بله چاره نه وي، بايد کانټينرونه ډوب کړل شي
ايور ګيوون د نړۍ يوه تر ټولو ستره باروړونکې کښتۍ ده. که راويستل يې ناکامه شي، نو ښايي چې يو څه بار ورڅخه له منځه يوړل شي. بيا بايد د بلومبرګ په حواله يو څو کانټينرونه په اوبو کې ډوب کړل شي.
د ورځې له ۵۰ څخه ډېرې کښتۍ
د سويز کانال ادارې په حواله تېر کال ۱۹ زره کښتۍ د سويز له کانال څخه تېرې شوې دي چې د ورځې څه باندې ۵۰ کښتۍ کيږي. کانټينري کښتۍ يې تقريبا ۲۶ سلنه تشکيلوي چې لويه برخه يې تېل لېږدونکې بېړۍ دي. په ۲۰۱۹ کال کې ټول ټال ۶۰۰ ميليونه ټنه توکي د مصر د دغې سمندرې لارې څخه لېږدول شوي دي.