شيدې او مرخيړي د کومو مرضونو درمل کيږي؟
۱۳۹۷ مهر ۱۰, سهشنبهمرخیړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک دي. پروبيوتک هغه خوراکي توکو ته ويل کيږي چې په کولمو کې موجود گټور باکترياوې له منځه نه وړي، بلکې د هغوی په وده کې مرسته کوي. دا خبره د امريکا متحدو ايالاتو د پينسلوانيا پوهنتون څيړونکو موندلې ده. څيړونکو په بدن کې پر گلوکوز يا شکرې د مړخيړو اغير مطالعه کړی دی.
پر موږکانو ترسره شوې يوې څيړنې ښوولې ده چې د سپينو مرخيړيو خوراک د دوی په کولمو کې د ځینو خاصو باکترياو پر وده مثبت اغیز کړی. دا باکترياوې بيا داسې مواد توليدوي چې په بدن کې د شکرې پر توليد اغیز لري.
کارپوهان له همدې امله په دې آند دي چې مرخیړي په تیره بيا هغو کسانو ته گټه رسولی شي چې په ديابت يا شکر اخته دي.
خو نه يوازې مرخیړي د شکري مريضانو ته گټه لري، بلکې شيدې هم. شيدې د شکرې پر مقدار ښه اغیزه کوي، ځکه څوک چې سهار شيدې وڅښي ټوله ورځ یې په وينه کې د شکرې اندزاه ټيټه وي.
دا له هغو څيړنو څخه څرگنده شوې ده چې د کاناډا په تورنتو او د گويلف پوهنتونو کې ترسره شوي دي.
څيړونکو موندلې ده چې په شيدو کې ځيني ځانگړي پروتين په کولمو کې هارمون خارجوي چې دا هارمون بيا د هضم پروسه سستوي چې پايله یې د موړوالي احساس دی. یعني انسان تر ډیره د لوږې احساس نه کوي.
د دې څيړونو يوه غړي ډاکتر ايچ. دوگلاس گف وويل: «دې څيړونو وښووله چې د سهار د ناشتې پر وخت د شيدو څښل څومره مهم دي څو د نشاستې هضميدل ډير وخت ونيسي او په دې توگه په وينه کې د شکرې کچه ټيټه وساتله شي.»
Larissa Warneck (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف ځخه: