1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

علي بابا د ۱۲ ميليارډ دالرو په پلور سره پخوانی ريکارډ مات کړ

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

د چين علي بابا شرکت په يوه ورځ کې د ۱۲ ميليارډو ډالرو په ارزښت خرڅلاو سره يو نوی ريکارډ ثبت کړ. علي بابا ته چې د امريکايي شرکت امازون سيال هم ويل کيږي، دغه ريکارډ يې د دوشنبې ورځې په لومړي کاري ساعت کې په خپل نوم کړي.

https://p.dw.com/p/3Soz2
China AliBaba Singles Day Online Shopping Festival Umsatzanzeige
انځور: AFP

د نوامبر ۱۱مه په چين کې د مجردانو په ورځ شهرت لري. د علي بابا آنلاين شرکت هم سترې خزانې ته د رسيدلو له پاره راز، همدا ورځ ټاکلې وه. علي بابا دغه راز په ۲۰۱۱م کال کې کشف کړ. دا ستر انترنيتي شرکت، په دې ورځ د ځانګړو تخفيفونو سره ميدان ته راوځي.

دې انترنيتي مغازې اعلان کړی دی چې د مجردانو په ورځ (Singles Day) يې د کار په لومړيو ساعتونو کې نژدې د ۱۲ ميليارډه دالرو خرڅلاو وکړ چې دغه شمير د تيرکال د شميرو په پرتله ۲۲ سلنه لوړ دی.

د فروشاتو دغه شمير څلور دقيقې وروسته يو دم ۱۴ ميليارډ او ۳۰۰ ميليونو ډالرو ته پورته شو.

د علي بابا انترنيتي شرکت له خوا د خپرو شوو معلومات له مخې، دوی د سږکال په فروشاتو کې د برقي وسايلو له ۲۰۰ څخه ډیرو برانډونو ګډون کړی دی.

علي بابا چينايي شرکت چې د امريکايي شرکت امازون رقيب هم ګڼل کيږي، وايي چې سږکال يې د آنلاين مشتريانو شمير شاوخوا ۵۰۰ ميليونو ته رسيږي چې دا به د تېر کال د نوامبر مياشتې څخه ۱۰۰ ميليونه زيات وي.

د نوامبر ۱۱مه په چين کې د مجردانو ورځ باندې شهرت لري. په دغې ورځ مجردان د مختلفو پروګرامونو او ميلو په جوړولو په خپلو کې راټوليږي.

China, Shanghai: Taylor Swift singt auf der Alibaba Gala
امريکايي سندرغاړه تيلور سوئيفانځور: Getty Images/AFT/STR

اوس په چين کې د دغې ورځې شهرت دومره ډير شوی چې د سوداګرۍ سیکتور هم هغې ته خپل پام اړولی دی. په دې منځ د علي بابا انترنيتي شرکت توانيدلي چې له ۲۰۰۹ کال راهيسې دغه ورځ د پير يا خريد پر ستر جشن باندې بدله کړي.

 د مجردانو ورځ د چين په اقتصاد کې هم ډير مهم رول لري. په حاضر وخت کې د چين د اقتصاد وده په تيرو ۳۰ کلونو کې سسته روانه ده. له همدې امله په چين کې داخلي تقاضا له ډير اهميت څخه برخمنه ده.

په عين حال کې په چين کې ډيری مشتريان خپلې ځينې سوداوې د مجردانو ورځې رارسيدو ته ځنډوي تر څو يې د دغې ورځې له ځانګړو تخفيفونو څخه ګټه پورته کړي وي. دوی د دغې ورځې په ۲۴ ساعتونو کې خپل د اړتيا وړ توکې، هغه هم په ډيرې لوالتيا په ښه قيمت رانیسي. په امريکا کې بيا دې ته ورته ورځ «توره جمعې» يا بلیک فراې ډی بلل کيږي.

د علي بابا د خرڅلاو د دغه چې تلويزيونو هم تر خپلو  نشراتي پوښښ لاندې راوستی وو، سندرې غاړې سږ کال امريکايي نامتو هنرمنده تيلر سويفت وه. 

که څه هم د چين په بازار کې اوس لومړۍ خبره د علي بابا شرکت کوي، خو د هغه سيال JD.com هم بيکاره نه دی ناست او د علي بابا پر وړاندې يې د رقابت ميدان ته داڼګلي دي. همدا ډول د Pinduoduo په څير د علي بابا د سياليو شرکتونو په څير ورو ورو په خلکو کې خپل محبوبيت تر لاسه کوي.