لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان وايي د هندي عسکروپه ډزو کې درې تنه وژل شوي
پاکستان پر هند د يوه پولیس په ګډون د دريو تنو د وژلو او څلورو د ټپي کولو تور لګولی. يوه ځاي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د دوشنبې په ورځ په نکيال سيمه کې د سرحد له بلې غاړې څخه د هندي عسکرو د ډزو په نتيجه کې يو پوليس، يو نارينه او يوه ښځه ووژل شول. دغه چارواکي زياته کړه چې په نيلم دره کې هم د هندي عسکرو په ډزو کې درې تنه تپيان شوي دي.
د اروپايي ټولنې له خوا پر ترکیې د بنديزونو په اړه بحثونه
د لوګزامبورګ د بهرنيو چارو وزیر ژان اسلبورن په ترکيه کې سياسي وضعې ته په کتو سره پر دغه هیواد د اقتصادي بندیزونو خبره له امکانه ليرې نه ګڼي. د «Deutschlandfunk» راډيو سره د خبرو پر وخت نوموړي وويل ښايي سړی په يوه ځانګړې شيبه کې د فشار د دې آلې د کارولو پرته بله لار ونه لري. اسلبورن وويل چې که چیرې دغه هيواد د اعدام سزا رامنځته کړي نو بیا به پر دې موضوع هسې هم نور بحث ونه شي.
په سوماليا کې د نښتو په ترڅ کې درنه مرګ ژوبله اوښتې
په سوماليا کې د سيالو مليشو ترمنځ نښتو له کبله لږ تر لږه ۲۹ انسانان وژل شوي او د ۵۰ زيات ټپيان دي. د سوماليا د پوځ او ځاي اوسيدونکو په حواله نښتې د يکشنبې په سهار په ګالکويو سيمه کې پیل شوې. د سوماليا په مرکزي برخه کې د پراته دغه ښار چارې د دوو مخالفو حکومتونو له خوا پر مخ وړل کيږي. د ښار سويلي برخه د ګالموند د نيمه خپلواکه سيمې مرکز دی، په داسې حال کې چې شمالي برخه يې په پونتلد پورې اړه لري.
په مراکش کې د ملګرو ملتونو د اقليم کنفرانس پیل شو
په مراکش کې د ملګرو ملتونو د اقليم کنفرانس پيل شو. د نوامبر تر ۱۸ نيټې دوام کونکي دې کنفرانس کې به د ۱۹۰ څخه د زياتو هيوادونو استازي د ملګرو ملتونو د پاریس د تړون د پريګړو د عملي کولو په اړه سلا مشورې وکړي. دا تړون په پام کې لري چې د ځمکې د تودوخې درجه دوه درجې راټيټه او ۱،۵ سانتې ګراد پورې محدوده کړل شي. په پام کې ده په مراکش کې به د اقليم د برخې د تهداتو د ارزولو په موخه مقررات رامنځته کړل شي.
بان کي مون: د قبرص د لانجې حل ته نزدې شوي يو
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون په خبره د قبرص په لانجه کې يو سوله ايز حل «نزدې» دی. د دې ويشل شوي ټاپو د سولې د خبرو اترو د دوام پر وخت نوموړي وويل چې یو شمير حساسې او مشکلې پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي. نوموړي دغلته د قبرص جمهوريت د ولسمشر او د ترکي قبرص د دولت مشر سره وليدل. د دغه څو ورځنيو خبرو اترو په اجنډا کې د ملکيت حقوق او د ترکي عسکرو د حضور په څير لانجمنې موضوګانې شاملې وې.
چين د هانګ کانګ له پارلمان څخه منتقد استازي شړلي دي
د چین کانګرس د هانګ ګانګ دوه نوي ټاکل شوي د استقلال پلوي غړي پارلمان ته د داخليدو ایسار کړي. کانګرس دغه پريکړه د ځانګړې اداري ساحې د اساسي قانون پر بنسټ کړې ده. په پريکړه کې ويل شوي هغه څوک د سوګند اوچتول ردوي يا یې پکښې تغير راولي هغه په يوه دولتي اداره کې د کار کولو صلاحيت له لاسه ورکوي.دا قضيه د هانګ کانګ په محکمو کې څيړل کيږي. له همدې امله منتقديتو د پيکنک له خوا د مداخلې خبره رد کړې.