له افغانستانه د شعر او ادب ټغر هم ټول شوی؟
۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبهافغانستان ته د طالبانو تر بيا راتګ مخکي د نارینه لیکوالانو او شاعرانو ترڅنګ ښځو هم د لسیزو سکوت مات کړی وو، او نيږدې په هر ولايت کې ادبي ټولنو فعاليت لاره. خو اوس یې تش یاد پاتې دی او تقريباً هر يو تلاښ کوي چې له هيواده ووځي.
نور کله به داسي ول چې په جلا وطنۍ کې به هم شاعرانو او ليکوالانو د خپل هيواد د حالاتو په اړه ليکني او شعرونه خپرول، خو اوس هغه هم نشته. په پېښور کې افغان کلتوري ټولنه وايي چې د سلګونو افغان لیکوالانو او ادیبانو له ورتګ وروسته بیا هم له هغوی سره چا اړیکه نه ده نيولې.
انجينر راحت ګل زیارمل یو له هغو افغان لیکوالانو او شاعرانو څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته له هيواده وتلی او اوس په پاکستان کې په جلا وطنۍ کې شپې سبا کوي.
هغه وايي ډېر هغه لیکوالان او شاعران چې ده ور سره اړیکه درلوده اوس له هيواده وتلي، پاکستان او یا هم نورو هيوادونو ته کډوال شوي دي. هغه دويچه ويله ته وويل: »اندېښنه داده چې د ظرفیتونو د فرار دا لړۍ به نه یواځې دا چې افغانستان د مسلکي کادرونو له کمښت سره مخ کړي، بلکې د دغه هيواد بډایه فرهنګ به هم بې وزله کړي.«
خو ليکوالان او شاعران ولي له هيواده کډه کوي؟
افغان خبريال، ليکوال او شاعر سيال يوسفي وايي چې له افغانستان څخه د شاعرانو او اديبانو د هر ځل کډوالۍ يو دليل دا دی چې د هغوی اکثره ليکني د يوه سياسي ګوند، تحريک يا ډلي خلاف وي. د هغه په خبره له دې څخه ښکاري چي تقريباً ټولو ليکوالو او شاعرانو د وطن د حالاتو په اړه ليکني کړي يا يې شعرونه جوړ کړي، ځکه له هغه وخته چې طالبان راغلي په کابل کې د شاعرانو او ليکوالانو هيڅ بانډارونه نشته.
هغه وويل: «په دې ورستیو کې ځينو لیکوالو هڅه وکړه چې ادبي بهیر راغونډ کړي، خو مشران لیکوالان له هیواده وتلي دي.»
سیال یوسفي وايي چې په تيرو شلو کلنونو کې په افغانستان کې د پښتو ادب د شه ترا غوړيدا بهير ډېر ښه روان وو چې پکې ښځو ليکوالو او شاعرانو هم ستره ونډه لرله. په تير نظام کې په کابل کې د مېرمن ادبي بهیر دغه ډګر نور هم ګړندی کړ چې له بده مرغه اوس هيڅ نشته دی.
يوسفي وويل: «موږ مېرمن ادبي بهیر درلود خو اوس نشته، هغه ښځینه شاعراني او لېکوالانې چې راټولیدې د پښتو ادب د لاغوړیدا له پاره یې کار کاوه. په دې سره پښتو ادب ته د ښځو لیدلوری هم ور ګډ شو. خو د تحول وروسته دا هڅه بیا ناکامه شوه او هغه غږ چې تازه یې د ټولنیزو او دودیزو کلتورونو د روایاتو خلاف غږ پورته کړی و، یو ځل بیا خپ شو.»