له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
افغانستان اوږدمهال ملاتړ ته اړتیا لري
د آلمان د پوځ راهب زیګرود رینک، د پنجشنبې په ورځ د آلمان - النتانتیک په غونډه کې په افغانستان کې د ثبات تینګښت یوه اوږد مهاله او د څو نسلونو پروژه وبلله. هغه زیاته کړه چې که له افغانستان څخه د ایساف ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته، ټول بهرني ځواکونه وتلي وای نو افغانستان پاشل کیدای شوای او سیمه ایز زورواکانو خپلې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلای شوای.
په ناروي کې څرخۍ الوتکه لوېدلې
د جمعې په ورځ په ناروې کې یوه څرخي الوتکه چې ۱۳ کسان پکښې سپاره ول، لویدلې ده. د ژغورني ډلو ویلي دي چې تر اوسه پوري په الوتکه کې د کوم سپاره کس د ژوندي پاتېدو نښانې نه دي لیدل شوي. په دې الوتکې د نفتو د یوې سیمې کارکوونکي سپاره ول. په الوتکه کې همداراز د حملې دوه غړي هم ول.
په سوريه کې د نوي اوربند امکان شته
په سوريه کې تر سختو نښتو وروسته اوس ښايي روسیه او امریکا متحد ایالات د یوه نوي اوربند پر سر توافق ته رسیدلي وي. روسي رسنیو د دیپلوماتانو په حواله ویلي دي چې اوربند ښايي په حلب، رازقیه او دمشق ښارونو کې وي. د شوي توافق له مخې به د جمعې له ماښامه اوربند رامنځ ته شي.
اتریش له ایټالیا سره د سرحد تړلو هڅه کوي
د اتریش حکومت له ایټالیا سره د «برنر ګذرګاه» د تړلو اقدامات کړي دي. د اتریش د کورنیو چارو وزیر له خپل آلمان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي دي چې هیواد یې غواړي د ډېرو مهاجرو د ورتگ د مخنیوي له پاره په دغه شان اقدامات وکړي. دواړو وزیرانو له ایټالیا څخه غوښتي دي چې د نورو اروپايي هیوادونو پر لور د ډېرو مهاجرو د ورتگ مخه ونیسي.
شمالي کوریا یو بل امریکايي په زندان او شاقه کار محکوم کړ
د رسنیو د رپوټونو په حواله شمالي کوریا یو بل امریکایي وګړی هم د کودتا هڅې په تور په څو کاله بند او جبري کار محکوم کړی دی. د چین رسمي خبري آژانس ویلي دي چې کیم دونګ سول، چې په سویلي کوریا کې زیږدلی دی، همداراز په جاسوسي هم محکوم شوی دی. محکمې دغه وګړی په لس کاله بند او شاقه کار محکوم کړی.
چین او روسیې د امریکا د توغندیو سیستم په اړه ګواښ کړی
روسیې او چین په سویلي کوریا کې د امریکا متحد ایالاتو د هوایي دفاعي سیستم له استقرار څخه ګواښ کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف، سره په پیکینګ کې د لیدنې پر مهال تائید کړه چې په دې برخه کې د امریکا دغه پروګرام د چین او روسیې د امنیت له پاره یو ګواښ دی.