له گرمۍ سره د مقابلې له پاره يو څو سپارښتنې
د گرمۍ يوې تازې څپې په آلمان او يو شمير نورو هېوادونو کې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د زيات سن لرونکو او ناروغانو له پاره بيا په تیره د دې گرمۍ زغمل سخت دي. له گرمۍ سره د مقابلې له پاره دلته يو څو سپارښتنې شوي دي.
بدن د گرمۍ په مقابل کې څرنگه غبرگون ښيي؟
د انسان بدن هڅه کوي چې د خولې په خارجولو سره خپله د تودوخې درجه راټيټه کړي. د خولو له لارې مايعات، منرالي توکي او نور کيمياوي مواد له بدن څخه خارجيږي. همدا رنگه د وينې رگونه د بدن د يخولو د پروسې په ترڅ کې پراخېږي. په دې ترتيب د وينې فشار ټيټيږي.
د گرمۍ په نتيجه کې د سر گيج کيدل؟
که گرمي ډېره وي نو د دې باعث کيږي چې مغزو ته په کافي اندازه آکسيجن ونه رسيږي چې د دې په نتیجه کې د سر گيج کيدل، سر خوږی، ستړيا او د تمرکز اختلالات رامنځته کيږي.
له گرمۍ څوک ډېر کړيږي؟
ډېره گرمي د هغو کسانو له پاره ډېره خطرناکه ده چې د بدن د وينې جريان يې باثباته نه وي. همدا راز هغه کسان چې په دوامدارو ناروغيو اخته وي، زيات سن و لري او يا یې هم وزن زيات وي. د نويو زيږديدلو او ماشومانو بدن هم نه شي کولی په پوره اندازه خوله توليد کړي نو په دې دليل هغوی ته بايد ځانگړې پاملرنه وشي.
څومره مقدار مايعات بايد وڅښل شي؟
په عمومي توگه په ټوله ورځ کې لږ تر لږه له دوه تر دوه نيم ليتره مايعات بايد وڅښل شي. په گرمو ورځو کې بايد معدني اوبه، د بېلا بېلو بوټو يخ شوی چای او د میوې او سبزيجاتو اوبو بايد وڅښلې شي. دا مشروبات په کافي اندازه معدني مواد لري څو په بدن کې د خولې سره د خارجو شويو منرالونو او مالکې کمبوتي پوره کړي.
د الکولو او بوره لرونکو مشروباتو له څښلو ډډه وکړئ
د ليمو د شربت چې ډيره بوره ولري، برخلاف د تندې د زياتيدو سبب گرځي. دې ته هم بايد پام وشي چې ښايي ډېر يخ مشروبات د معدې د مشکلاتو باعث شي. د الکولو له څښلو هم بايد ډډه وشي ځکه الکول د وينې رگونه پراخوي چې پر زړه د فشار باعث گرځي.
د ډوډۍ په برخه کې کومو ټکو ته بايد پام وشي؟
بهتره ده چې د ډېرو غوړو خوړو څخه صرف نظر وشي. د دې پر ځای توصيه کيږي چې څو وخته خو لږ خواړه وخوړل شي او زياتره میوه او سابه استعمال شي.
په اوبو يخول
سپارښتنه کيږي چې لاسونه، غاړه او بدن په اوبو پريلل او يخ کړل شي. همدا راز د يو څو شيبو له پاره د پښو پورته کول پر رگونو د فشار د کميدو باعث کيږي او د پښو د پړسوب مخنيوی کوي.
آيا ورزش کولی شو؟
په گرمو ورځو کې ټول ورزشونه مضر نه دي. د مثال په توگه لامبو. خو تر غرمې وروسته چې د تودوخې درجه ډېره لوړه وي، د سختو بدني ورزشونو څخه بايد ډډه وشي. ماشومان، زيات عمر لرونکي او هغه کسان چې د زړه په ناروغيو اخته وي، بهتره ده چې په ډېرو گرمو ورځو کې سپورت ونه کړي.
د لمر کومه درجه کريم ښه دي؟
دا چې د لمر له کومې درجې کريمو څخه استفاده وشي، د انسان د جلد په ډول پورې اړه لري. خو توصيه کيږي چې د لويانو له پاره لږ تر لږه ۱۵ درجې او د ماشومانو له پاره ۵۰ درجې د لمر کريم ښه دي. دغه کريم بايد لمر ته تر وتلو نيم ساعت مخکې پر جلد وکارول شي.