لوکزامبورګ غواړي خپل ټول نفوس د کرونا ویروس له پاره وآزمويي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبهدغه خبره د لوکزامبورګ د څیړنو وزیر کلاود مایش، د سه شنبې په ورځ (د اپریل میاسشتي ۲۸مه نیټه) په یوه ویدیويي کنفرانس کي وکړه. لوکزامبورګ چي ۶۰۰ زره نفوس لري، تر اوسه پوري یې د څه نا څه ۳۹۰۰۰ کسانو ټستونه تر سره سوی دی. تر اوسه پوري ۳۷۲۹ د لوکزامبورګ اوسیدونکي په کرونا اخته دي او ۸۸ تنه ورڅخه مړه سوي دي.
د مایش په خبره څرنګه چي په راتلونکې میاشت کي په پوهنتونونو کي زده کړې شروع کیږي، نو لومړی به د محصلینو او د هغوی د استادانو آزموینې وسي. د هغوی څخه تحریري غوښتنه سوې ده چي په دې منظور د آزموینو له ۱۷ مرکزونو څخه یوه ته مراجعه وکړي. مایش د محصلینو او استادانو څخه وغوښتل، چي د کرونا ټست وکړي او ویې ویل چي دا کار ډیر مهم دي «چي تاسي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کي آزاد ژوند وکولای سی.»
سربیره پر دې به هغه ۲۰۰ زره کسان چي هره ورځ د کار له پاره لوکزامبورګ ته راځي هم د کرونا آزموینې وکړي. د لوکزامبورګ د عامه روغتیا وزیر پاولیت لینیت، هم اطمینان ورکړ چي «موږ په اروپا کي هغه هیواد یو چي تر ټولو ډیر ټستونه مو تر سره کړي او تر ټولو مخکي یو».
په لوکزامبورګ کي همدارنګه څه نا څه هر پنځم کس د جراحي ډاکټرانو په ډول ماسکونه تر لاسه کړي او ډیر نور یي د شرکتونو په اختیار کي ورکړل سوي دي.