هالند د کرونا ویروس له امله د زرګونو حیواناتو وژنه پيل کړې
۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبهد فرانسې خبري آژانس دا خبر د هالنډ د خوراکي توکو او وترنرۍ ادارې ویاندې فریدریک هرمي، په حواله ورکړی دی. د حیواناتو د حقونو په چارو کې د داکترانو دوو ډلو د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې دعوا وکړه، څو د حیواناتو د وژنې مخه ونیول شي. خو د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د جمعې په ماښام يي دعوا رد شوه.
میرمن هرمي زیاته کړه چې په ۹ نورو فارمونو کې به د ناولیانو یا مینکونو وژنه په راتلونکې اونۍ کې ادامه پيدا کړي. د چارواکو د څرګندونو له مخې دغه حیوانات د کاربن مونواُکساید کیمیاوي موادو په وسیله لمنځه وړل کیږي.
د هالنډ د کرنې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر ۱۰۰۰۰ ډیر نولي په هغو فارمونو کې وژل کیږي، په کوم کې چې د کرونا ویروس موارد ښکاره شوي دي، تر څو د کرونا ویروس د پراخیدو مخه ونیول شي.
د می په میاشت کې هالنډي ادارو ویلي وو چې د نولیانو د فارمونو دوه کارکوونکي چې پر کووید-۱۹ اخته شوي وو، په قوي احتمال سره د دغو حیواناتو په وسیله پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ارزونې له مخې ممکن دا به له حیوان څخه انسان ته د کرونا د نوي ویروس د انتقالیدو لومړۍ پيښه وي.
پر کرونا ویروس د نولیانو د اخته کیدو له امله هالنډي ادارو د دغو فارمونو د حیواناتو له پاره مقررات وضع کړل چې پر بنسټ یي باید ټول دغه فارمونه د کرونا ویروس معاینات پیل کړي. سربیره پر دې د دغو حیواناتو لیږد رالیږد او له هغو فارمونو څخه لیدنه چې کرونا پکې خپره شوې ده منع اعلان شوي دي.
په هالنډ کې د پوست یا پوټکي ترلاسه کولو په مقصد د نولي روزنه یوه شخړیزه موضوع ده. د هیواد سترې محکمې په ۲۰۱۶ م کال کې پریکړه وکړه چې تر ۲۰۲۴ م کال وروسته به په دغه هیواد کې د نولیانو روزنه منع وي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص