هانگ گانگ- ماکائو- جوهای: د نړۍ ترټولو اوږد سمندري پُل
دا یوه بې سارې طرحه ده. ددغه پل جوړول نهه کاله وخت وغوښت او ۱۵ میلیارده یورو لگښت پرې راغلی. خو د چین د معمارۍ دغه شهکار اوس یوه شخړه ایزه موضوع هم گرځیدلې ده.
د اوبو پر سر او تر لاندي
تر دغه مارپیچ ډوله پُل لاندي چي ۵۵ کیلومتره اوږد دی، په اوبو کي د ۶ اشاریه ۷ کیلومتره په اوږدوالي یو تونل هم جوړ سوی دی چي دوې مصنوعي جزیرې سره تړي.د چین حکومت ویلي دي چي ددغه پله پر جوړښت۱۲۰ میلیارده چیني «یوان» چي ۱۵ میلیارده یورو کیږي، لگښت راغلی دی. په مجموعي ډول د هغه جوړول څه کم لس کاله وخت وغوښت.
په اوبو کي د استراحت ځای
په هانگ کانگ کي له دغي مصنوعي جزیرې څخه سړی کولای سي اوبو ته ننوزي. علاوه پر دې د معمولي موټرانو او لاریو موټروانان کولای سي هلته توقف او استراحت وکړي. د اټکلونو له مخي هره ورځ ۶۰ زره موټران او۲۵۰ زره انسانان گټه ترې اخلي.
اقتصادي ودې ته هیله مندي
د مرغلرو د رود په زړه کي دغه سمندري لار، ښايي له مالي او اقتصادي پلوه لوی مرکز هانگ کانگ، د گوانگ دونگ ولایت له پرمختللو سیمو سره وتړي او په دې ډول کولای سي په ماکائو او جوهای کي یوه لويه اقتصادي سیمه سي.
وخت لکه سره زر
پر دغي لار باندي له هانگ کانگ څخه ماکائو ته د کښتۍ په مرسته سفر چي سرعت یې په ساعت کي۱۰۰ کیلومتره وي، درې ساعته وخت نیسي چي دا د موټر په پرتله ۳۰ دقیقي کم دی. هانگ کانگ له ۱۹۹۷م کال راهیسي نور د بریتانیا مستعمره نه دی او ماکائو هم له ۱۹۹۹م کال راهیسي د پرتگالیانو په لاس کي نه دی. دواړه اوس په چین پوري اړه لري، خو له ادارې لحاظه خودمختاري لري.
تر پلان سوي وخت یې ډیر وخت وغوښت
په اصل کي باید د هغه د جوړولو کار د ۲۰۱۶م کال تر آخره، پای ته رسیدلی وای او د ترانسپورتي وسایلو تگ راتگ ورباندي پیل سوی وای، خو دغه پُل د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۲۳ مه د چین ولسمشر شي جینگ پینگ پرانيست. د نقلیه وسایلو تگ راتگ به سر له چهارشنبې ورځي پرې پیل سي.
له فولادو او کانکریټو جوړ ستر پُل
ددغه ستر پله په جوړولو کي ۴۰۰ زره ټنه فولاد کارول سوي دي. دا په سان فرانسسکو کي د «گلدن گیټ» د پله په جوړولو کي د فولادو د اندازې په پرتله ۴ اشاریه ۵ برابره ډیر دي. دغه ستر پُل باید، په ساعت کي د ۲۰۰ کیلومتره سرعت لرونکو بادونو او د ریشتر په مقیاس اتو درجو سختو رلزلو پر وړاندي مقاموت ولري. دغه پُل داسي جوړ سوی چي حتی له هغو باروړونکو کښتیو سره چي ۳۰۰زره ټنه وزن لري، د ټکر پر وخت هم مقاومت ولري.
ښی که کيڼ خواته؟
د هانگ کانک، ماکائو او د چین د اصلي ټاټوبي ترمنځ سرحد کي اوس هم سخت کنترول وي. له همدې کبله طراحانو د مصنوعي جزیرو دغه پُل جوړ کړی، ترڅو پر هغو باندي سرحدي تاسیسات جوړ کړي. د چین په اصلي سیمو کي د موټر اشترنگ راسته دی او برعکس په هانگ کانک او ماکائو کي بیا کیڼ پلو ته دی. له همدې کبله باید موټر چلوونکي دوه ډوله لیسانس ولري.
تر ټولو ښې منظرې؟
دغه پروژه د وخت د تیریدو، ډیر لگښت، د ساختماني کارگرو د مړیني د پیښو او فساد باندي د بدگمانۍ له امله، اوس یوه شخړه ایزه موضوع گرځیدلې ده. که څه هم دغه پُل انسانان او کلتورونه سره نښلوي، خو د هانگ کانگ د څه د پاسه اوو میلیونو اوسیدونکو زیاته برخه، له چین سره له پیاوړي وصل کیدل څخه په بیره کي دي. هغوی د «یوه هیواد او دوه سیستمه» پر اساس خپل نقش ته برتري ورکوي او غواړي خپل جزیره يي موقیعت وساتي.
د اوبو پر سر اوسنی ریکارډ
تر اوسه پوري دجیاوزهو د خلیج پُل چي ۴۲ کیلومتره اوږد دی او۴۵۰ ټنه فولاد او د دوه اشاریه درو ټنو په شاوخوا کي سمنټ پکښي کار سوي، په رسمي ډول د نړۍ د ريکارډونو په کتاب «گینس» کي درج دی. دغه پُل د چین د شاندونگ په نیمه ټاپو کي موقیعت لري او د جیاوزهو او هوانگدو ښارونه سره نښلوي.