هرات: په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې له پاره ځانګړی روغتون
د هرات ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې له پاره د ځانګړي روغتون د جوړیدو چارې یوازې په دوه اوونیو کې ۷۰ سلنه بشپړې شوي دي.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي ویلي چې د دغه روغتون د جوړیدو چارې دوه اوونۍ مخکې پېل شوي او تر اوسه یې ۷۰ سلنه تعمیراتي کار سر ته رسیدلی دی.
دغه سل بستریز روغتون په هرات کې په ۲۰۶۴ متر مربع سیمه کې جوړیږي، چې چارې یې خورا ګړندۍ پرمخ روانې دي.
د دغه روغتون د جوړیدو چارې په درو شفتونو یا نوبتونو کې د سلو کارګرو او انجینرانو له خوا پرمخ بیول کیږي.
په پام کې ده چې دغه روغتون تر جوړیدو وروسته، په کرونا ویروس د اخته ناورغانو د درملنې په موخه په عصري طبي وسایلو مجهز شي او متخصص ډاکټران پکې پر دنده وګمارل شي.
د هرات ځایي چارواکي وایي چې د روغتون یوازې ۳۰ سلنه چارې پاتې دي او ډیر ژر به د کار اخیستنې له پاره چمتو شي.
د افغانستان په لویدیځ کې پروت هرات ولایت، اوسمهال په افغانستان کې د کرونا ویروس اصلي مرکز ګڼل کیږي. په دغه ولایت کې له ایران څخه راستنیدونکو افغان مهاجرو وضعیت کړکیچن کړی دی.
په هرات کې اوس پر ګرځیدو بندیز لګول شوی دی. پر دې سربیره ولسمشر غني د کرونا ویروس د خپریدو پر ضد د مبارزې له پاره ۴۰۰ میلیونه افغانۍ دغه ولایت ته ځانګړي کړي دي.