1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولی هانګ کانګ د چين له پاره دومره مهم دی؟

۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعه

مختلف دلایل موجود دي چې تر اوسه پورې پیکنګ خپل د ولسي پولیسو د نیمه ملیشه و واحدونه د هانګ کانګ له پولې نه دي ور اړولي. مهمه خبره دا ده چې چين هانګ کانګ ته ضرورت لري.

https://p.dw.com/p/3O0nm
Hong Kong Finanzmarkt - Börse
انځور: picture-alliance/AP/V. Yu

چين په اوس وخت کې هانګ کانګ ته دومره بیړنی ضرورت نه لري، لکه په ۱۹۹۷ م کال کې چې دغه سیمه د بریتانیي له خوا بیرته چين ته سپارل شوی وو. خو دغه ځانګړې ادارې سیمه د چين د اقتصاد د یوې مهمې برخې په توګه باقې پاتې ده او چين نه غواړی هغه کمزوری شي.

په تیرو څلورو لسیزو کې چين د نړۍ دویم لوی اقتصاد او د نړۍ د مالیاتي سیستم په یوې نه جلا کیدونکي برخې بدل شوی دی. دغه پرمختګ د هانګ کانګ په مټ ممکن ګرځیدلی دی.

په داسې حال کې چې چين تر اوسه پورې نه دی توانیدلی ډیر شمیر اقتصادي اصلاحات عملي کړي، هانګ کانګ بیا د سرمایه دارۍ د نړۍ پر لور د پیکنګ له پاره د دروازې حیثیت لري.

نا محبوب «ماشوم»

حتی مخکی له دې چې په هانګ کانګ کې اعتراضونه اوج ته ورسیږي، د هانګ کانګ او پیکنګ ترمنځ ارتباطات بی جنجاله نه وو. چين په هانګ کانګ کې د حکومت ضد منظمو اعتراضونو په نه پام کې نیولو سره هم غواړي چې د سویلي سیمو خلک له ځان سره ولري.

د چين اصلي اوسیدونکي د هغو له جملې څخه چارواکي، هانګ ته د یوه خراب او شرارتي ماشوم په سترګه ګوري.

خو د پیکنګ له خوا د دې ځانګړي اداري واحد پر وړاندې شدید اقدامات، د ماسک لرونکو مظاهره کونکو په پرتله د هانګ کانګ د استحکام او ثبات له پاره ډیر زیات خطر ګڼل کیږي.

Proteste in Hongkong
د هانګ کانګ په هوایي ډګر کې پرله پسې مظاهرې د دې سبب شوې چې ډیر شمیر پروازونه لغوه شي.انځور: picture-alliance/dpa/AP/V. Yu

د دغو اقداماتو تاثیرات به ډیر ژر د چین په خاوره کې احساس شي، او دغه منفي انځور د دې سبب کیږي چې پانګونه کمه او د نړیوال تجارت په برخه کې د چين حیثیت او توان تر اغیزې لاندې راولي. 

پاتې نړۍ هم هانګ کانګ ته اړتیا لري

پانګوال د «یو هیواد دوه سیستمه» موافقتنامه چې په ۱۹۹۷م کال کې د چين او انګلستان ترمنځ رامنځته شوې وه خوښوي. دا سیستم د داسې دوامداره قانوني چوکاټ شرایط تضمينوي، دقیق هغسې چې د خپل پولي واحد او تر ۲۰۴۷م کاله پورې «د سرمایه دارۍ اقتصاد» د اسهامو له پاره چې یی تضمينوي.

ویل کیږي چې د هانګ کانګ مرکزي بانک، تنظیمونکي یي، د امنیت کمیسیون، او د راتلونکي کمیسیونونه د با اعتماده ادارو په توګه پيژندل کیږي او ډیر پرمختګ یي کړی دی.

 له همدې امله هانګ کانګ د تر ۱۵۰۰ ډیرو څو ملیتي شرکتونو له پاره یو داسې بیس یا پلیټ فارم دی، چې چينایي مارکیټونو ته بی جنجاله او آسانه لاره لټوي. په چين کې ۶۰ سلنه د باندنیو پانګوالو خپله لاره د هانګ کانګ له طریقه پیدا کوي.

حکومت د پانګوالو امنیت ساتي. په دوی کې د چين د کمونیستي ګوند یو شمیر ډیر لوړپوړي کادرونه هم موجود دي چې نه غواړي روان اقتصادي بجران لا پسې وغځول شي.

د چين رهبرۍ په ډیره لوړه کچه په هانګ کانګ کې د کورونو د جوړونې او اسهامو په بازار کې پانګونه کړې ده، همدا دلیل دی چې د چين وسله وال پولیسو ځواکونه تر اوسه پورې په خپلو قرارګاو کې پاتې دي او د هانګ کانګ پر لور یي حرکت نه دی کړی.

Clifford Coonan (dk)/sn.aa