پاکستان، چین، امریکا او افغانستان بیا غونډه کوي
۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی، ویلي دي چې د څلور اړخیزو همکاریو دغه شبږمه غونډه به د اکتوبر مياشتي پر۱۶مه نیټه په موسکات کې وشي.
د دغو څلور اړخیزو غونډو هدف د داسې یوه میکانیزم رامنځ ته کول دي چې له مخې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شي. خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د څلور اړخیزو همکاریو وروستۍ غونډه د ۲۰۱۶م کال په می میاشت کې شوې وه. خو په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام آباد د اړیکو ترینګلتیا د دغې غونډي موثریت او ترسره کیدل له ستونزې سره مخامخ کړي.
افغانستان د اومان غونډي ته د سولې د عالي شورا یو غړی استوي، پاکستان بیا د بهرنیو چارو لوړپوړي چارواکي تهمینه جنجوعا، په غونډې کې د ګډون له پاره لیږي. د چین او امریکا متحدو ایالاتو له خوا بیا په دې غونډه کې د دواړو هیوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
یوه پاکستاني چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «اسلام آباد غواړي د کابل خبري واوري چې د ولسمشر اشرف غني اداره څرنګه غواړي چې پاکستان د سولې په خبرو اترو کې د [منځګړي په توګه] برخه ولري.»
د طالبانو کوم غړی په دې غونډه کې د ګډون له پاره نه دی بلل شوی. دغه خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې ده. دغې ډلې د ۲۰۱۶م کال په جنوري میاشت کې رامنځ ته شوې د څلور اړخیزو همکاریو غونډه له پیله رد کړې ده.
له بلې خوا بیا پاکستاني چارواکي وایي چې د دې هیواد پوځ غواړي چې روسیه هم په دې غونډه کې گډون وکړي.