پسرلی په هنري انځورونو کې
ډېر شمېر خلک د لمر و لومړنيو وړانګو ته د واورې او بارانونو د موسم وروسته انتظار وباسي. موږ درته داسې هنري ګلان لرو چې په کلاسيکه دوره کې يې پسرلی پکې ترسيم کړی دی.
په پسرلي کې د مېوو باغ (۱۸۸۱ م کال)
دغه سپين ګلان چې د مېوو پر ونو غوړېدلي دي، د پسرلي استازي دي. وروسته د بادام او الوبالو ونې هم غوړيږي او يو رنګين انځور رامنځ ته کوي. دا د بريتانوي انځورګر، الفرېد سيسلي له خوا رسم شوی انځور دی. سيسلي خپل عمر په فرانسه کې تېر کړی دی.
د سېن سين په اوږدو کې چکر (۱۸۸۷)
هالنډي انځورګر، وېنسنت فان ګوخ، د خپل همعصر رسام، سيسلي، امپرېسيونست سبک پيرو وو. فان ګوخ د کوره دباندې فضا ډېره خوښوله. دلته يې د يوه ځانځاني سړي انځور کښلی دی چې سېن رود په اوږدو چکر وهي، په داسې حال کې چې ونې غړېدلې وي.
په ګيورني کې پسرلی (۱۹۰۰)
فرانسوي انځورګر، کلود مونې، تازه پسرلی د هنرمندانو له پاره تر ټولو الهام بخښونکی فصل بللی دی. نوموړي د خپلو رنګونو د استعمال سبک په ګيورني کې د خپل کور په شاوخوا پرتو باغونو کې رامنځ ته کړی دی. د رڼا بېلابېلې اغېزې يې ترسيمې کړې دي.
پسرلی (۱۹۰۴)
مخکې له دې چې يې خپل مجازي رنګين انځورونه کښلي دي، روسي هنرمند، کازيمير مالېويچ د طبيعي منظرو انځورګري خوښوله. دغه ځوان نقاش په تېره بيا د مونې تر تاثير لاندې راغلی وو. هغه په ۱۹۰۴ کال وليکل: «دا لومړی ځل و چې ما په رښتيا د شنه آسمان د رڼا انعکاس او پلوشې وليدلې، هغه د رنګونو سوچه او شفافې بڼې وې.»
په پسرلي کې بوټي (۱۹۲۵)
سويسي آلماني هنرمند، پاول کْلې پخپله رسامي زده کړې وه. کله چې دی په ۱۸۹۸ کال کې د مونشن د اکاډمۍ له خوا رد شو، يې ټولې نړۍ ته سفرونه پيل او بېلابېل هنري سبکونه زده کړل. هغه په تېره د وينسنت فان ګوخ او پاول سېزان د سبکونو له خوا متاثره شوی وو. په پای کې يې خپله د رنګونو پټه ژبه زده کړه، چې د هنر نمونه يې په انځور کې وينئ.