په آلمان کې ناکامه کړای شوي ترهګریز پلانونه
په تیرو اتلسو میاشتو کې د آلمان پولیسو ډیر شمیر ترهګریز پلانونه شنډ کړي دي، کوم چې په ظاهره کې د جهادیانو له خوا جوړ شوي ول.
لايبزیک، ۲۰۱۶ کال اکتوبر
په آلمان کې د لایبزیک ښار پولیسو سوریایې مهاجر جابر البکر تر دوو ورځو پلټنو وروسته ونیوه. نوموړی د برلین پر هوایې ډګر د برید کولو په پلان تورن وو. د البکر له کور څخه چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي ول. خو تر نیول کیدو دوه ورځې وروسته هغه په زندان کې ځان وزړاوه.
آنسباخ، ۲۰۱۶ کال جولای
د جولای په میاشت کې یوه سوریایې مهاجر د انسباخ په ښار کې پر یو کنسرت د برید کولو هڅه کړې وه. هغه د کنسرت په دروازه کې تر نیول درول کیدو وروسته خپل ځان پورې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ټپیان شول.
د ۲۰۱۶ کال جولای میاشت، ووڅبورګ
د جولای په میاشت کې یو ۱۷ کلن افغان مهاجر د چاقو او تبر په وسیله د اورګاډې په مسافرو برید وکړ او څلور تنه سیلانیان یې ډیر سخت ټپیان کړل. نوموړی شخت بیا د پولیسو د ځوابي عمل په ترڅ کې ووژل شو.
دوسلدورف، ۲۰۱۶ کال
د می په میاشت کې پولیسو د آلمان په دریو مختلفو ایالتونو کې عملیات ترسره کړل او د داعش دری تنه شکمن کسان یې ونیول. د پولیسو په حواله له دوی څخه دوه تنو غوښتنل چې په دوسلدورف کې ځانمرګي بریدونه وکړي.
ایسن، د ۲۰۱۶ کال اپریل
د اپریل په میاشت کې پولیسو د ایسن په ښار کې دری شکمن کسان ونیول. دوی د سکانو پر یوه عبادتځای د بمي برید په تور نیول شوي ول. د دغه بمي برید په پایله کې دری تنه ټپیان شوي ول.
هنوور، فبروري ۲۰۱۶ کال
د آلمان په شمالي ښار هنوور کې پولیسو یوه مراکشي الاصله آلمانۍ صافیه ایس، پر یوه پولیس د چاقویې برید په تور ونیوله. پر صافیه ایس، تور لګول کیږي چې هغې د داعش تر فشار لاندې دا کار کړی دی.
برلین، فبروري ۲۰۱۶ کال
د فبروري په میاشت کې آلماني پولیسو په مختلفو ځایونو کې عملیات ترسره کړل او دری شکمن کسان یې ونیول. دغه کسان په برلین کې د ترهګریزو فعالیتونو د پلان درلودلو په تور نیول شوي دي. دغه کسان چې د مراکش هیواد څخه دي پر دوی شک کیده چې د داعش غړي دي.
اوبراورزل، د می میاشت ۲۰۱۵کال
تیر کال د می په میاشت کې په فرانکفورت کې د بایسیکل ځغلونې یوه سیالي منسوخ کړای شوه. پولیسو په هغه وخت کې د یوه ترهګریز برید په اړه اطلاع ترلاسه کړی وه او یو ترکي الاصله آلمانې او د هغې میرمنه یې نیولي ول. د دوی له کور څخه چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي ول.