روغتيا
په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو شمیر تر۳۰۰۰ اوښتی
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سهشنبهاعلان
يوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۵ تنه ناروغان مړه شوي او ۲۴ نور روغ شوي دي. کابل اوس هم د ۸۲۴ مريضانو په درلودو سره تر نورو ولايتونو مخکې دی.
د کرونا د ۳۳۰ تازه پېښو څخه یې ۴۵ په کابل، ۵۹ په هرات، ۴۱ په کندهار، ۳۸ په بلخ، ۲۶ په پکتيا، ۱۳ په ننگرهار، ۱۲ په پنجشير او لس نورې په نورو ولايتونو کې ثبت شوي دي.
د روغتيا وزار همدا راز د ويروس پر چټک خپريدو او د خلکو پر بې پرواهۍ انديښنه څرگنده کړې ده. د عامې روغتيا وزارت د يوې تازه څېړنې په حواله د کابل ۶۰ سلنه اوسيدونکي په کرونا اخته دي. وزارت د دې څيړنې په ترڅ کې د کابل ۵۰۰ اوسيدونکي ټسټ کړي ول چې له هغوی څخه یې شا او خوا ۲۶۰ تنه په کرونا اخته ول.