په افغانستان کې د کرونا ۵۱ تازه پيښې ثبت شوي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبهله دغې ډلې ۲۸ مورده د کابل او درې یې د هرات ولایت اړوند دي. پر دې سربیره نور موارد د غزني، کاپيسا، ننګرهار، کونړ، پروان، بامیان، لغمان، فراه او پکتیکا ولایتونو مربوطیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار، په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته دوو کسانو په کابل او دوو نورو په ننګرهار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی دی.
تر اوسه په کرونا ویروس اخته د ۱۶۶ کسانو درملنه شوې او له روغتونونو کورونو ته لیږل شوي دي. د روغتیا وزارت چارواکي خبرداری ورکوي چې د کابل ښار اوسیدونکو له خوا د تدابیرو او صحې لارښونو په پام کې نه نیول د دې سبب شوي دي چې له هرات څخه د دغه ولایت د ناروغانو شمیر لوړ شي.
که څه هم په لومړي سر کې هرات ولایت د دغه ناروغۍ د خپریدو اصلي مرکز یادیده، خو اوسمهال په کابل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۱۳ تنو ته رسیدلی چې د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو لوړ شمیر دی. په هرات کې په کرونا ویروس بیا ۳۳۷ تنه اخته دي.