په مالیزیا کې ۲۷ کاله وروسته د پولیو لومړنۍ پيښه ثبت شوې
۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبهدغه کوچنی ماشوم د جمعې په ورځ د مالیزیا د صباح ایالت په تواران ښار کې د تبې او عضلاتو د کمزورۍ په دلیل په روغتون کې بستر شو او ډاکټرانو تشخیص کړه چې هغه د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی. د روغتیا ادارې مشر نور هشام عبدالله، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دغه ماشوم ته تنفسي مرسته ورکول کیږي، خو نور وضعیت یې باثباته دی.
تر مالیزیا دمخه فلیپین هیواد په ستمبر میاشت کې د ګوزڼ د ناروغۍ د یوې مثبتې پيښې خبر ورکړی وو. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا د پولیو یا ګوزڼ ناروغي په ټوله نړۍ کې کابو له منځه تللې ده، خو په پاکستان او افغانستان کې لا هم شته.
په مالیزیا کې د وروستي ځل له پاره په ۱۹۹۲م کال کې د پولیو وروستۍ پيښه ثبت شوې وه او دغه هیواد په ۲۰۰۰م کال کې اعلان کړی وو چې نور هلته د پولیو ناروغي نه شته.
د نور هشام په خبره د تحقیقاتو په پایله کې دا معلومه شوې ده چې په هغه کلي کې چې دغه ماشوم ژوند کوي له ۱۹۹ ماشومانو څخه ۲۳ یې واکسین نه دي کړي چې عمرونه یې د دوو میاشتو او ۱۵ کلونو ترمنځ دي. د هغه په خبره د واکسینو لړۍ به ګړندی شي.