په هرات کې د کرونا ویروس له ویرې ۵۰۰ زندانیان آزاد کړل شوي
۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبهد أفغانستان حکومت د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د زیاتوالي سره هم مهاله، د هرات ولایت له زندان څخه ۵۰۰ زندانیان آزاد کړي دي. د هرات ولایت د ځايي چارواکو په خبره، په دغو زندانیانو کې داسې کسان شامل دي چې له پنځه کلونو څخه د بند په کمه موده محکوم شوي وو. د هرات ولایت د چارواکو په خبره په دې ولایت کې اوسمهال شاوخوا ۳۲۰۰ تنه زندانیان په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.
د هرات ولایت د عدلیې ریاست مشر غلام محمد رحماني وايي چې یاد زندانیان به د یو لړ روغتیايي معایناتو له ترسره کولو وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شي. د چارواکو په خبره په آزادو شویو کسانو کې زیاتره یې د غلا، ترافيکي پیښو او أخلاقي جرمونو له کبله زندانیان شوي وو.
د آزادو شویو کسانو له ډلې څخه بصیر احمد او غلام رسول د خپلې آزادۍ په هکله خوښي څرګندوي او له دویچه ویله سره په خبرو کې یې ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د قانون خلاف کوم کار ترسره نه کړي. تراوسه پورې په هرات ولایت کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۸۶ تنو ته رسیدلی دی.