په پاکستان کي ښځې او کاري فرصتونه
د پاکستان د نفوس ۵۱ سلنه نارينه او ۴۹ سلنه ښځي دي، خو د کار په بازار کې د نارینه وو په پرتله د ښځو ونډه نیمایي ده. په پاکستان کې کارگري او یا خپل کار او بار لرونکي ښځي.
لومړۍ لارۍ چلوونکي شمیم اختر
شمیم اختر چې په گوجرانوله کې زیږیدلي او اوس په راولپنډۍ کې ژوند کوي په پاکستان کې لومړۍ ښځه ده چې لارۍ موټر چلوي. شمیم اختر د اقتصادي مجبوریت له کبله د بار وړونکي لارۍ موټر چلولو ته اړه شوه. په دغه برخه کې موټرواني یوازي د نارینه وو کار وي. د پاکستان په ځینو لویو ښارونو کې ځيني ښځي ټیکسي او ریکشا هم چلوي، خو د نارینه وو په پرتله ډیر کږ دي.
په پراختیایي څانگه کې خدمات
د اسلام آباد اوسیدونکي سیده مجیبه بتول، له تیرو۱۶ کلونو راهیسې په پراختیایي برخه کې کار کوي. هغې له ډیرو نړیوالو او غیر حکومتي سازمانو سره کار کړی دی. هغه اوس د پراختیایي چارو د یوې مشورتې ادارې جگپوړې چارواکې ده. د مجیبه په څیر ځیني نورې پاکستانياني هم په غیر حکومتي پراختیایي ادارو کې کار کوي. خو په دغه برخه کې هم د نارینه وو په پرتله د ښځو شمیر ډیر کم دی.
د سړکونو له غاړې د خځلو راټولول
کلونه کیږي چې ۵۶ کلنه شاهده شموئیل د اسلام آباد پر سړکونو د پاکۍ چاره تر سره کوي. هغه په اسلام آباد کې د «سي ډي اې» ادارې کارکوونکي ده. شاهده وایي چې اته ماشومان لري چې ځینو یي ودونه کړي دي. د شاهدې په خبره د گرانۍ له کبله پر معاش باندې گوزاره کول ورته گران دي.
د ښځو بندیانو مرسته
فوزیه خالد یوه ارواه پوهه ده، چې د ښځو په وضعیت کې د ښه والي رامنځ ته کیدو په څانگه کې کار کوي. په ځانگړې توگه د هغو ښځو وضعیت ته توجه کوي چې په ټولنه کې ورته ډیر لږ پام کیږی. فوزیه له هغې خیره ادارې سره کار کوي چې په زندانونو کې له بې وسه میرمنو سره مرسته کوي. هغه خپل زیات وخت په مختلفو زندانونو او په ځانگړې توگه د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له ښځو بندیانو سره تیروي.
د ښځو د جامو پلور
سمعیه بي بي، د اسلام آباد په پشاور موړ، نومې سیمه کې په یکشنبې ورځ بازار کې خپله غرفه دروي او د ښځو جامې پلوري. هغه په خپله له پیښور څخه دغه سامان وړي او په اسلام آباد کې یې پلوري. هغه وایي چې د نارینه وو د نظر اچولو له کبله غوصه کیږي چې ښځو ته پکښې هیڅ درناوی نه وي. د سمعیه په څیر ډیري پاکستانياني په بازارونو کې بیلا بیلا شیان خرڅوي.
تعلیمي څانگه کې خدمات
شگفته اسد د ماشومانو له ښوونې او روزنې سره مینه لري او د دې پایله دا ده چې د «هیډ سټارټ» جوړ کړي ښوونځي د څو څانگو چارې پر مخ بیایي. ویل کیږي چې په پاکستان کې څو میلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. تعلیمي ادارې که حکومتي وي یا شخصي د ښځو په تعلیمي څانگه کې د ښځو شمیر هم ډیر کم دی.
د ډاکټري په توگه خدمات وړاندې کول
ډاکټره فرحت ارشد په «راولپنډي میډیکل کالج» او له ځينو نورو طبي ادارو سره کار کوي او د مور او ماشوم د ناروغیو متخصصه ده. په پاکستان کې ډیر خلک له روغتیایي آسانتیاو بې برخې دي او د ناروغانو په پرتله د ډاکټرانو شمیر هم د خوښۍ وړ نه دی. په تیرو څه موده کې د پاکستان د ښځو تر منځ دا تمایل مخ پر ډیریدو دی چې ډاکټرانې شي. زیاتي ښځې دا خوښوي چې د درملنې له پاره يوې ډاکټري ته ته ورشي.
نرسه یا قابله
که دولتي روغتون وي يا شخصي، که په ښار کې وي که په کلیو او بانډو کې بې له نرسانو په روغتیايي برخه کې د ښه کار تصور ممکن نه دی. د پاکستان په روغتیایي سکتور کې د نرسنگ په برخه کې د مسلکي روزل شوو کسانو په ډله کې د ښځو شمیر ډیر دی. د نارینه نرسانو شمیر ډیر کم دی. په ټول پاکستان کي په سلونو زرو قابله گاني کار کوي.
کورنۍ میرمنې، له پامه غورځول شوی لوی اکثریت
شبانه حارث په اسلام آباد کې اوسیږي. تر واده دمخه یې په منظمه توگه کار کاوه. خو اوس د دوو ماشومانو مور ده او د کور چارې پر مخ وړي. د کور چارې سمبالونکي میرمن کار چې له سهاره تر ماښامه ادامه لري د ټولې ورځي یا نیمه ورځي تر کار کم نه دی. له دې کبله ښځې نه توانیږي چې د کار په بازار کې ځان ته ځای ومومي.
د خلکو په کورونو کې کار کوونکي ښځې
۲۲ کلنه ناصره چې د پاکستان په پلازمینه کې د یوې پنځه کسیزي کورنۍ کار کوي، د میاشتې لس زره کلدارې معاش اخلي. خو په اصل کې دغه پیسې هغه نه تر لاسه کوي، بلکې مور او پلار یې اخلي. ناصره هم له هغې کورنۍ سره اوسیږي چې کار يې کوي. په پاکستان کې په لکونو داسې ښځې او ځوانې نجونې شته چي د خلکو په کورونو کې د خدمو په توگه کار کوي.
د فټنس او یوگا روزنه
د اسلام آباد په ټولنیزو کړیو کې بدنې روزونکي صنوبر نظیر یو پيژندل شوی نوم دی. صنوبر نظیر له بیلابیلو څانگو سره تړلې ښځو کار کوونو ته بدني او یوگا روزنه ورکوي. په پاکستان کې ځینې داسې څانگې شته چې ښځې له نورو ښځو سره مرسته کوي. په دې کې یوگا، بدني روزنه او پر نورو سربیره د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې شخصي روزنه شامله ده.
په کور کي ډیزاین یا طرحه
پارس محمود شاه چې د حیدرآباد اوسیدونکي ده، د ښکلو هنرونو له فن سره مینه لري. د همدې مینې له کبله هغه د کورونو او همداشان د نورو ودانیو داخلي ډیزاین یا طرحه خپل مسلک گرځولی دی. د کورونو دننه سینگار له پاره هغه د بیلابیلو شیانو او همداشان د دیوال او فرنیچر له رنگونو کار اخلي.
آرایشگاه یا سینگار ځاي
د پاکستان په هر کوچني یا ستر ښار کې ښځو آرایشگاوې پرانیستی دي. د ودونو پر مهال د ناوې د سینگارولو له پاره هغوی ډیرې پیسې اخلي. له دې کبله ډیری داسې ښځې چې لوړې زده کړې یې نه وي کړي، پر خپل ځان د بسیا کیدو له پاره دې لور ته مخه کوي.
د کرهڼي په برخه کې د ښځو ونډه
په پاکستان کې شا او خوا ۶۵ سلنه نفوس په لیرې پرتو یا نیمه ښاري سیمو کې اوسیږي. پاکستان تر زیاته پر زراعتي اقتصاد تکیه کوي، چې پکښې ښځې د نارينه وو ترڅنگ اوږه پر اوږه کار کوي. عصمت جبین / اسلام آباد