په پاکستان کې د زده کړې د اړتیا د پوره کولو هڅې
په پاکستان کې شخصي ښوونځي، خیریه سازمانونه او دیني مدرسې د دولتي ښوونځیو د کمښت د پوره کولو په هڅه کې دي ترڅو په دې هیواد کې د ۵۰ میلیونه هغه ماشومانو چې غواړي ښوونځیو ته ولاړ شي، دوی ته د تعلیم او تربیې فرصت برابر کړي.
په پاکستان کې ۲۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي
په پاکستان کې د ۲ لکه او شل زره ښوونځیو د شتون سربیره په دې هیواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. د رویترز خبري آژانس په حواله د ۲۰۱۰م کال راهیسې د پاکستان حکومت هر کال په خپله بودیجه کې د تعلیم د سکتور د ودې له پاره ۱۵ سلنه بودیجه زیاتوي خو بیا هم ډیر څه باید ترسره شي.
د پاکستان د تعلیم د سکتور بودیجه ۸ میلیارده ډالر ټاکل شوې
د ملګرو ملتونو په حواله پاکستان په خپله اوسنې بودیجه کې ۲،۶ سلنه بودیجه د تعلیم په سکتور مصرفوي چې شاوخوا ۸ میلیارده ډالر کیږي.
مدرسې د زده کړې د نظام بدیل
د پاکستان په مري ښار کې دوه کوچني ماشومان په یوه مدرسه کې قرآن شریف لولي. د پاکستان د زیاتره بې وزله کورنیو د ماشومانو له پاره مدرسې د عادي تعلیمي نظام ښه بدیل ګڼل کیږي.
معیار او چلن مهم دی
په پاکستان کې د شخصي ښوونځیو د ښوونکو په حواله په دې هیواد کې د تعلم او تربیې په برخه کې کې ستونزې د پیسو د کمښت له امله نه دي بلکه په دې هیواد کې ښه روزل شوي ښوونکي شتون نه لري. په دې هیواد کې د مشعل شخصي ښوونځي د مدیر زیبا حسین په حواله: «د ښوونځیو شمیر مهم نه دی بلکه مهم معیار او چلن دی.»
ښوونکي تورنول ښه نه دي
د پاکستان د تعلیم او تربیې فدرالي مشر طارق مسعود بیا وايي چې پر ښوونکو تور لګول سم کار نه دی. د هغه له نظره د نفوس ډیروالی او د پیسو کمښت د دولتي ښوونځیو له پاره تر ټولو ستره ستونزه ده. نوموړي رویترز ته وویل چې «هیڅوک هم تر هغه پورې چې ښه تکړه او ښې زده کړې یې نه وي کړي، د دولتي تعلیمي سیستم برخه نه شي ګرځیدلی.» هغه زیاتوي چې په خصوصي سکتور کې بیا په دې هکله ډیره سختي نه شته.
د حکومت له څار بې برخې مدرسې
په پاکستان کې زیاتره مدرسې د حکومت له څار څخه پرته پرمخ بیول کیږي او په ځینو مدرسو کې بیا د اسلام تر ټولو سخت دریځه بڼه زده کوونکو ته ور ښول کیږي. په مري کې د النادوا په نامه له مدرسې څخه د عرفان شیر په خبره: «زیاتره خلک له دې امله خپل ماشومان ښوونځیو ته استوي چې هلته دوی ته خوراک او د اوسیدو ځای ورکول کیږي.»