په پراخه کچه په چين کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو نوې پيښې
۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبهد روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۷مه نېټه) په چين کې د کرونا د پيښو کمیدل یو ښه خبر وباله او په عین وخت کې یي خبردارې ورکړ چې باید تر اندازې ډير خوشبینه ونه اوسو، ځکه یو وار بیا پر دې ویروس د اخته کیدونکو کسانو د شمیر د زیاتیدو احتمال موجود دی، او اوس دقیق همداسې شوي دي.
د آلمان خبري آژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې تیره ورځ په چین کې د کرونا پر ویروس ۳۴۰۰ نوي مبتلا شوي کسان تشخیص شوي دي چې له دې سره پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر ۳۴۵۴۶ تنه لوړ شوی دی.
د دې رپوټ پر بنسټ د جمعې په ورځ د کرونا د قربانیانو زیاتیدل تر هغې د دوو ورځو مخکې په پرتله ډیره شدیده وه او ۸۶ تنو ته رسیدلې دی.
له دې جملې څخه ۸۱ تنه یې د کرونا د نوي ویروس د خپریدو په ټاټوبې هوبئ ایالت کې مړه شوي دي. په دې ترتیب سره په چین کې د جمعې ورځې تر پایه پورې د کرونا د قربانیانو شمیر ۷۲۲ تنو ته رسیدلی دی.
له چين څخه د باندې په لسګونو نورو هیوادونو کې هم په مجموع کې ۲۷۰ تنه پر دې ویروس اخته شوي دي. زیاتره دا هغه کسان دي چې په چین او په ځانګړي توګه د هوبئ په ایالت کې پاتې شوي او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.
د آلمان حکومت د تیرې شبنې په ورځ د یوې نظامي الوتکې په استولو سره د هوبئ ایالت له اوهان ښار څخه ۱۲۰ تنه آلماني اتباع و ایستل. تر اوسه پورې په آلمان کې د کرونا پر ویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۱۴ تنو ته رسیدلی دی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ تر اوسه پورې ۲۰ تنه آلماني اتباع د چین په هوبئ ایالت کې دي چې تمه کیږي د بریتانوي مساپرو له یوې لوې ډلې سره یوځای بیرته آلمان ته انتقال شي.
دویچه ویله: ش.ن/ا.ا
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: