1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پیکینګ کې ستر هوایي ډګر پرانیستل شو

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

تر څلورو کلونو ساختماني چارو وروسته په پیکینګ کې نوی نړیوال هوایي ډګر پرانیستل شو، چې د ودانۍ د مساحت له مخې د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر دی.

https://p.dw.com/p/3QCYa
Flughafen Peking-Daxing
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/PA Wire/Zuma/S. Shaver

د چین ولسمشر شي جین پینګ، په رسمي توګه د پیکینګ نوی نړیوال هوایي ډګر پرانیست. دغه هوایي ډګر چې د پيکینګ ښار سویلي برخې ته په داشینګ کې موقعیت لري د ودانۍ د مساحت او ساحې له مخې د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر دی.

دغه هوایي ډګر باید تر ۲۰۲۱م کاله پورې په یوه کال کې د شا او خوا ۴۵ میلیونه مسافرو د تګ راتګ زمینه برابره کړي او وروسته به دغه شمیر ۱۰۰ میلیونه ته لوړ شي.

د دې ودانۍ ساختماني چارې داسې تر سره شوي دي چې شپږو لورو ته دهلیزونه لري او د یوه ستوري شکل ته ورته دی. له دې کبله د «سمندري ستوري» په نامه هم یادیږي. مسافر د هوایي ډګر دننه د تګ راتګ له پاره لنډې لارې لري چې حد اکثر به ۶۰۰ متره وي.

Chinese President Xi Jinping Eröffnung Flughafen Peking-Daxing
د چین ولسمشر د نوي هوایي ډګر د پرانیستغونډې په مراسمو کېانځور: Reuters/T. Suen

د دغه هوایي ډګر طرحه په ۲۰۱۶م کال کې د مړې شوې عراقۍ مهندسې زها حدید او د هغې د چینیايي شریک له لوري وړاندې شوې چې عضوي شکل او ډیره طبیعي رڼا لري.

دغه هوایي ډګر چې د ښار له داخلي برخې څخه ۵۰ کیلومتره وړاندې پروت دی د یوه چټک اورګاډي په واسطه په ۲۰ دقیقو کې مسافر تر ښاره رسولی شي.

همدا اوس د پيکینګ په شمالي څنډه کې پروت د پخواني هوایي ډګر له لارې په کال کې تر ۱۰۰ میلیونه زیات مسافر تګ راتګ کولی شي. په دې ډول دغه هوایي ډګر د مسافرو د انتقالیدو د اندازې له مخې د امریکا متحده ایالاتو په اتلانتا کې د هارتسفیلد جکسن، له هوايي ډګر وروسته دوهم ستر هوایي ډګر دی.

دغه نوی هوایي ډګر د چین په دولتي رسنیو کې د دغه هیواد د ظرفیت او پراختیا د توان لرلو د نخښې په توګه لمانځل کیږي.

Flughafen Peking-Daxing
دغه ودانۍ د سمندري ستوري (یو ډول سمندري ژوی چې د ستوري شکل لري) په نامه هم یادیږيانځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/XinHua/Z. Chenlin

د دغه هوايي ډګر پرانیستنه له پلان سره سمه تر سره کیږي چې د چین د ولسي جمهوریت د بنسټ ایښودنې د ۷۰یمې کلیزې سري سمون خوري چې په یوه پوځي پریټ لمانځل کیږي.

چینایي رسنۍ په لیوالتیا سره دې ته اشاره کوي چې د پيکینګ هوایي ډګر د جوړیدو چارې څومره ژر تر سره شوې او د دې برعکس د برلین د هوايي ډګر ساختماني چارو ۱۳ کاله وخت ونیو. دغه پروژه د بیلا بیلو دلایلو له کبله وځنډیده. اوس په پام کې ده چې د برلین هوایي ډګر د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې پرانیستل شي.

stu/ww (dpa, afp)