د اپل محصولات تر سختو شرایطو لاندې تولیدیږي
۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعهپه یوه نوې خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې په چین کې د فوکسکون د کمپنۍ کارکوونکي چې د اپل محصولات جوړوي له ټاکل شوي وخت څخه د ډیر وخت له پاره کار کوي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دغو کارګرانو ته لږ معاش ورکول کیږي.
دغه رپوټ د عادلانه کارګري انجمن خپور کړی دﺉ. په رپوټ کې راغلي دي چې په هغو کمپنیو کې چې د کارګرانو حقوق تر پښو لاندي کیږي، ای فونونه او ای پدونه هم جوړیږي.
په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د فوکسکون د کمپنۍ پر کارګرانو له قانوني وخت څخه د ډیر وخت له پاره کار کیږي او هغوی ته د اضافي وخت پيسې هم نه ورکول کېږي.
د چین د کار د قانون له مخې باید یو کارګر په یوه اونۍ کې د ۴۹ ساعتونو له پاره کار وکړي دا په داسې حال کې ده چې د اپل په دې شریک شرکت کې ډیر وخت کارکونکي د ۶۰ ساعتونو له پاره کار کوي چې هغوی ته د اضافه ساعتونو پيسي هم نه ورکول کيږي.
د دغه رپوټ د جوړولو له پاره له ۳۵۰۰۰ کسانو څخه پوښتنې شوي دي. په رپوت کې راغلي دي چې ډیر وخت کارګرانو د اوه ورځو له پاره پرته له وقفې کار ته دوام ورکړی دﺉ.
د فوکسکون په شرکت کې ۱.۲ میلیون کارګران په کار بوخت دي. په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې کارګران د کار له سختو شرایطو څخه سر ټکوي.
د رپوټ پر وړاندې غبرګون
د رپوټ تر خپریدو وروسته د فوکسکون شرکت اعلان کړی دﺉ چې خپل ټول د کار شرایط به د چین د قوانینو پر اساس عیار کړي. د شرکت چارواکو زیاته کړې ده چې د ټاکل شوو ساعتونو څخه به پر کارګرانو ډیر کار و نه کړي او هغوی ته به د اضافه ساعتونو له پاره پیسي ورکړي.
د شرکت د چارواکو په حواله د دې په خاطر چې پر کارګرانو د کار بوج کم شي په زرونو نوی کارګران به هم په کار وګمارل شي.
د عادلانه کارګري د انجمن چارواکو ویلي دي چې که د فوکسکون کمپنۍ پر خپلو ژمنو ودریږي نو د دغې کمپنۍ د ۱.۲ میلیونه کارګرانو د کار شرایط به ښه شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض