په کندهار کې ۲۲ روغتايي کارمندان په کرونا اخته شوي
۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبهد کندهار ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې په دې ولایت کې د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته، ۲۲ تنه صحي کارکوونکي پخپله په کرونا ویروس اخته شوي دي. د چارواکو په خبره په دې ډله کې یوازې ۱۶ تنه یې مسلکي ډاکټران دي او پاتې نور بیا صحي کارمندان دي.
د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر اشرف نادري، د دې خبر د پخلي ترڅنګ دویچه ویله ته په خبرو کې وویل چې په کرونا د اخته کسانو په ډله کې یوازې ۱۶ تنه یې ډاکټران دي چې د کرونا ویروس معاینات یې مثبت دي. نوموړي وویل: «په کندهار کې ۲۲ تنه صحي کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې د معایناتو نتیجه یې مثبته وه او دا چې په دوی کې ۱۶ تنه یې ډاکټران دي.»
د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئیس په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې په کرونا ویروس اخته شوي زیاتره کسان د کندهار ولایت د میروس روغتون کارمندان دي. په داسې حال کې چې شخصي روغتونونو او کلینیکونه د کرونا ویروس د تشخصي رسمي اجازه نه لري، د کندهار ولایت د عامې روغتیا مشر وايي چې یو شمیر شخصي روغتیايي مرکزونو د کرونا ویروس آزمویني کوي چې دغه کار هم د ویروس د خپریدو سبب ګرځي.
په هرات کې ترینګلی وضعیت
بل لوري ته په هرات ولایت کې محلي چارواکو د وضعیت د خرابوالي خبرداری ورکړی دی. د دغه ولایت چارواکو د نامعلومې مودې له پاره د ښار د تړلو موده غځولې ده.
د هرات ولایت نوي ګومارل شوي والي، سید عبدالوحید قتالي، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۱۵مه نیټه) په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې په دې ولایت کې وضعیت عادي نه دی او دا چې د هرې ورځې په تیریدو سره وضعیت لا پسې خرابیږي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې ۴۵ ورځې وخت ته اړتیا ده ترڅو دا مشخصه شي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر څومره لوړیږي.
د هرات ولایت نوي ګومارل شوي والي د دې ولایت پر خلکو هم د کرونا ویروس د جدي نه نیولو له کبله نیوکه وکړه چې په خبره یې له همدې کبله د هرې ورځې په تیریدو سره د کرونا ویروس په مثبتو پیښو کې زیاتوالی راځي. نوموړي خبرداری ورکړ او ویې ویل چې «غواړم په واضح ټکو تاسو ته ووایم چې زه اوسمهال د هرات ولایت دښتې د قبرونو له پاره چمتو کوم، هیله لرم چې داسې ورځ رانشي خو ولې [کرونا] جدي نه نیسئ.»
د هرات ولایت دغه لوړپوړي چارواکي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې سر له نن یعنې پنجشنبې ورځې څخه به په ښار کې د روغتیايي موټرو پرته هیڅ موټر د تګ راتګ اجازه ونه لري. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال هرات ولایت د کرونا ویروس د مثبتو پیښو له اړخه په لومړي سر کې ځای لري او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې د ډیریدو په حال کې دي.