څیړنه: مهاجرت د ځایې اوسیدونکو د بې وزلۍ سبب نه ګرځي
۱۳۹۵ شهریور ۳۱, چهارشنبهد هنس بوکلر، د صنعتکارانو اتحادیې د چهارشنبې په ورځ د یوې څیړنې پايله خپره کړه. د دغې څیړنې له مخې په مجموع کې د آلمان د ټول نفوس په کچه د فقر درجه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ له ۰،۳ درجې په لوړیدو سره ۱۵،۷ سلنې ته پورته شوې.
د آلمان د ځای خلکو (چې د مهاجرت ريښې نه لري) د بې وزلۍ کچه په هم هغه ۱۲،۵ سلنې سره پر خپل حال ثابت پاته ده. نوموړي بنسټ دغه ارقام د آلمان د احصایې دفتر د هغو معلوماتو پر بنسټ ورکړي دي چې تر اوسه خپاره شوي نه دي.
د اقتصاد او ټولنپوهنې له څیړنیز انستیتوت (WSI) څخه د ټولنیزو چارو کارپوه اريک زایلس، وایې چې «دغه ارقام له هغه تصور سره په تضاد کې واقع کیږي یا هغه تصور ردوي چې مهاجرتونه د ځایې خلکو د بې وزلۍ یا غربت کچې د لوړیدو سبب ګرځیدلي دي.»
په آلمان کې هغه انسانان د غبرت له خطر سره مخامخ دي چې عاید يې د ژوند د مهمو یا لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره تر متوسط یا ۶۰ سلنې کم وي. په تیرو دوو کلونو کې د نوو مهاجرو راتګ د احصایو د ځنډیدو سبب ګرځیدلی دی. زایلس وایې چې: «دوی یعني نوي مهاجر معمولاً ډیر لږ عاید لري، چې د بې وزلې کچې ته یې ضربه رسولې ده.»
د دغه بنسټ له خوا د خپرو شوو ارقامو پر بنسټ د وګړو هغه ډله یا ګروپ تر ټولو زیات د بې وزلۍ له خطر سره مخامخ دی چې نوي آلمان ته راغلي دي. هغه خلک یا مهاجر چې تر پنځو کلونو لږ وخت راهیسې په آلمان کې دي د هغوي ۴۱،۹ سلنه یې د فقر تر کرښې لاندی ژوند کوي.
همدارنګه په هغو مهاجرو کې چې له ۵ تر ۱۰ کلونو راهیسې په آلمان کې دي د فقر کچه ۳۲،۸ سلنه یعنې تر نوو مهاجرو کښته ده.
هغه کسان چې د مهاجرت د وروستي بهیر په ترڅ کې آلمان ته راغلي دي د دغې څیړنې له پاره ډیر مهم دي. دغه ارقام یا فیصدي د سوریايې مهاجرو په برخه کې ۷۸،۱ سلنه، د عراقي مهاجرو په برخه کې ۶۵ سلنه،۵۹،۳ د پاکستاني او ۵۸،۱ سلنه د افغان مهاجرو په برخه کې صدق کوي. خو د زایلس، په خبره د پخوانې ډلي مهاجرو په پرتله، د نوو مهاجرو د اقامت مودې په زیاتیدو سره په دوی کې د فقر کچه ټيټيږي.
زایلس زیاتوي چې د دغو ارقامو د ارزیابۍ له پاره باید مناسب او هم سویه معیار په پام کې ونیول شي. په لنډه موده کې د دغې ډلې له کم عاید څخه باید یوه هنګامه جوړه نه شي.
هر څومره ژر چې کیدای شي دغو نوو کډوالو ته باید د تعلیم او مسلکي زده کړو زمینه برابره شي، څو دوی په خپل قوت سره خپل عاید لوړ او په ټولنه کې مدغم شي.