څېړنه: ډيري د زړه حملې د کریسمس په شپو کي کيږي
۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعهد کارپوهانو په حواله د دسمبر میاشتې د ۲۴ نیټې په ماښام د زړه د حملې خطر تر ټولو ډیر وي له همدې امله دا د رخصتیو تر ټولو خطرناکه ورځ ګڼل شوې ده. دغه نتیجه د «بي. ام. یو» په طبي مجله کې خپره شوې ده.
د لوډ په پوهنتون کې د څیړونکي سويډني ډلې مشر د زړه د ناورغیو پروفیسور دیوید ایرلنګي کوله. په دې څیړنه کې د ایرلنګي، ټیم د نږدې ۲۸۰ زره داسې کسانو د کوائفو په هکله تحقيقات وکړل چې له ۱۹۹۸م څخه تر ۲۰۱۳م کاله پوري د زړه د حملې له امله روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د دې نوي څیړنې له مخې د دسمبر میاشتې پر ۲۴ د شپې ۱۰ بجې د زړه د حملې خطر تر ټولو ډير ښودل شوی دی، یعنې دا خطر د رخصتیو له پیل څخه دوې اونۍ مخکې او دوې اونۍ وروسته وخت په پرتله ۳۸ سلنه زیات وي.
د څیړنو د پایلو له مخې د زړه د حملې خطر د دسمبر د ۲۴ ترڅنګ د همدې میاشتې پر ۳۱ هم زیات وي، خو د نوي کال په شپه بیا داسې نه ده. همدارنګه د زړه د دریدو یا د زړه حملې ستونزه په پاخه عمر، ناروغه او کمزوره کسانو کې زیات ښودل شوې ده.
څیړونکو ویلي دي چې له دوی سره داسې معلومات نه شته چې د زړه د حملې اصلي دليل څه کیدای شي، خو دغه نتیجه له اټکلونو څخه اخیستل شوی ده.
دا لومړی ځل نه دی چې سویډني کارپوهانو د زړه له حملې سره د باندنیو عواملو په اړه څیړنه کوي. د روان کال په اوایلو کې د یوې څیړنې پایلې خپرې شوې وې چې په سړه او له وريځو ډک اسمان په موسم کې د زړه د حملې خطر زیاتیږي.
زموږ له ارشيف څخه: