1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين خپله کليزه د ځواک په ښوولو سره لمانځي

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

د چين د ولسي جمهوريت د بنسټ ايښوولو د ۷۰ يمې کلیزې په مناسب د پوځي رسم گذشت پر وخت چين تر بل هر وخت زياتې وسلې نندارې ته وړاندې کړې. په هانگ کانگ کې بيا رسمي مراسم د پلان برخلاف کم رنگه ول. فعالان غواړي چې «وير» وکړي.

https://p.dw.com/p/3QXa3
Peking Parade 70 Jahre Volksrepublik China
انځور: Reuters/T. Peter

چين خپل د ولسي جمهوريت ۷۰ يمه کلیزه د وسلو په سترې نندارې سره ولمانځله. په پېل کې د سلامۍ په موخه د توپونو ۷۰ فايرونه وشول. د پيکنگ د «آسماني سولې» په نوم ميدان کې په دې ستر پوځي رسم گذشت کې ۱۵۰۰۰ عسکرو برخه اخيستې وه او تر ۱۶۰ زياتې الوتکې او۵۸۰ توپونه او نوره وسله نندارې ته وړاندې شوې وې چې اتومي سرگلولې انتقالونکي قاره یې توغندي هم پکښې شامل ول.

د ۱۹۴۹م کال د اکتوبر پر لومړۍ نيټه ماو څې- تونگ د چين په کورنۍ جگړه کې تر بري وروسته په همدې ځای کې ولسي جمهوريت اعلان کړ.

د کارپوهانو په حواله د چين کمونيستي مشرتابه د عسکرو په دې نندارې سره غواړي خپل پوځي ځواک، د ځواک ادعا او په نړيوالو موضوعاتو کې د خپل نقش د ښوولو اراده وښيي. د چين د لوی درستيز مرستيال تورن جنرال چای زينجون وويل چې نندارې ته وړاندې شوي تجهيزات «په بشپړه توگه دوی خپله جوړ» کړي دي. هغه زياته کړه دا د چين د دفاعي صنعت «خپلواک خلاقيت» روښانوي.

ولسمشر شي جين پينگ سلامي واخيسته

ولسمشر شي جين پينگ چې په يوه «سور بيرغ» ډوله تور ليموزين موټر کې ولاړ وو د ټولو ځواکونو د سر اعلې قوماندان په توگه یې د عسکرو سلامي واخيستله. نوموړي د مراسمو د پېل پر وخت په خپله وينا کې وويل: «هيڅ داسې ځواک نشته چې د دې ستر ملت اساسات وښوروي.» نوموړي د يووالي غږ وکړ او له چينايانو سره یې چې کابو ۱،۴ ميليارده دي، د «لا زياتې اقتصادي هوساينې» ژمنه وکړه.

شي جين پينگ په هانگ کانگ کې له پنځوو مياشتو راهيسې روانو مظاهرو ته په کتو سره د چين په دغه ځانگړې اداري ساحه کې د «اوږد مهاله ثبات» غوښتنه وکړه. نوموړي د يوه «هېواد، او دوو سيستمونو» پر اساس چې له مخې د بريتانيا پخوانۍ مستعمره هانگ کانگ اوس خپلواکمنه سيمه ده، ټينگار وکړ.

د چين ولسمشر د رسم گذشت پر وخت
د چين ولسمشر د رسم گذشت پر وختانځور: Reuters/T. Peter

نوموړي تايوان ته په اشارې سره په «سوله ايز ډول پر بيرته يو ځای کيدو» ټینگار وکړ. چين دغه ټاپو د ولسي جمهوريت برخه گڼي.

سخت امنيتي اقدامات

په هانگ کانگ کې هم دغه ملي ورځ په رسمي توگه ولمانځله شوه خو البته له عوامو څخه جلا. د غونډو په مرکز کې رابلل شويو ميلمنو د بيرغ د پورته کولو مراسمو چې دوی ته هم په ژوندۍ بڼه خپريدل، ننداره کړل. دوې څرخي الوتکو چې يو ستر چينايي او د هانگ کانگ يو کوچنې بیرغ پرې لگول شوی وو، د دې پخوانې مستعمرې پر بندرونو یې پروازونه وکړل.

د اخ و ډب له ويرې سړکونو او د ریل ځيني تمځايونه تړل شوي ول. کابو ۶۰۰۰ پولیس په دندو گومارل شوي ول چې پر سړکونو او کوڅو کې یې او همدا راز په ښاري ريلونو او بسونو کې کنترول کاوه.

Hongkong 70 Jahre Volksrepublik China
په هانگ کانگ کې د چين او هانگ کانگ بیرغونهانځور: Reuters/A. Perawongmetha

خو پر سترې مظاهرې د بندیز سره سره هم لا سهار موده فعالان يو وار بيا سړکونو ته را ووتل. دوی غواړي چې د «وير ورځ» ولمانځي. د فعالانو له خوا ويل شوي چې د دې ستر ښار ټول اوسيدونکي بايد تورې جامې واغوندي. يو شمير سترو مغازو هم اعلان کړی چې دروازه یې به یې تړلي وي.

چین په ۱۹۴۹م کال کې د جمهوريت د تاسيس پر وخت يو بې وزله هېواد وو. خو په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د اصلاحاتو او د پرانيستنۍ د سياست له لارې تر امريکا وروسته دويم ستر اقتصاد مقام ته رسېدلی دی.

bs/sm (dpa, rtr, afp, worldbank.org)