چين د اصلاحاتو پلي کولو طرحه تاييد کړه
۱۳۹۲ دی ۷, شنبهد چين د خبر رسولو آژانس «شينهوا» ويلي دي چي د دغه هيواد ولسي کانګرس د کورنيو په برخه کي د اصلاحاتو توافق تصويب کړ. د چين د کمونيست ګوند مرکزي کمېټې په نوومبر مياشت کي د خپلي ګوندي غونډي په پای کي بې له دي چي د عملي کولو يوه ټاکلې نېټه يې وښيي د دغو اصلاحاتو طرحه اعلان کړه.
بې له محاکمې څلور کاله په اردوګاه کي تيرول
په چين کي د روزنيزو اردوګاوو سيستم په ۱۹۵۷ کال کي رامنځ ته سو. د دغه سيستم له مخي د چين پوليس اجازه لري چي بې له محاکمې يو تورن شخص څلور کاله په اردوګاه کي وساتي او کار باندي وکړي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس تر ۲۰۰۹ مېلادي کاله پوري نزدې ۱۹۰ زره چينايان په دغو اردوګاوو کي وخت تيرولو ته مجبوره سوي ول. څو ورځي دمخه د چين رسمي خبري آژانس «شينهوا» خبر ورکړ چي دغه سيستم له ډيرو کلونو راهيسي د عامه نظم او ثبات ساتلو په برخه کي ډېر مهم رول لوباوه، خو په وروستيو کلونو کي د قانون د تطبيق او نظم ساتلو له پاره نور تدابير تر لاس لاندي نيول سوي دي. د دغه آژانس د راپور له مخي اوس دغو روزنيزو اردوګاوو خپله «تاريخي دنده» تر سره کړې ده.
د بشري حقونو فعالانو ويل چي په دغو اردوګاوو کي داسي کسان هم بندي کېدل چي له دولت څخه به يې د يو څه غوښتنه کوله. د بېلګې په توګه يو کال دمخه يوه مور چي لور يې د نامعلومو کسانو له خوا تر تښتولو وروسته په زوره بدلمنۍ ته مجبوره کېدله، دولت ته تر څو واري مراجعې وروسته د اجباري کار اردوګاه ته واستول سوه. انتقاد کوونکي انديښنه لري چی په راتلونکې کي د روزنيزو اردوګاوو پر ځای باندي د جزا وروکلو بل ډول خپلسره شکلونه رامنځ ته نه سي.
د دوو کوچنيانو لرلو شرط
د کورنيو سياست د سهولت راوستلو په برخه کي مور او پلار کولای سي په راتلونکې کي دوه اولاده ولري. د نوو اصلاحاتو له مخي هغه مور او پلار چي اوس يو اولاد لري کولای سي چي دوهم هم ولري. تر اوسه پوري دغه قاعده يوازي د هغي ماينې او مېړه له پاره اعتبار لاره چي دواړه پخپله د کورنۍ يو اولاد ول.
په حقيقت کي د چين د کورنيو په سياست کي د اسانتيا راوستلو په اړه بحث له درو لسيزو راهيسي مطرح وو. د دغو اصلاحاتو موخه دا ده چي په چين کي د زړښت بهير ودرول سي.
چين په نړۍ کي د ۱،۴ ميليارده نفوس په لرلو سره تر ټولو ستر نفوس لرونکی هيواد دی. د رسمي شمېرو پر اساس په چين کي د يوه کوچني زېږولو سياست له ۱۹۸۰ مېلادي کال راهيسي نزدې د ۴۰۰ ميليونو کوچنيانو د زېږېدو مخنيوی کړی دی. د دغه هيواد د نفوس په سلو کي ۶۳ تر ډېره په ښارونو کي هغه کسان جوړوي چي د دغه قانون له مخي د کورنۍ يو کوچنی دی.
د چين د روزنيزو اردوګاوو او يو کوچني لرولو پر سياست باندي هروخت سختي نيوکي کېدلې.