چين: کابو ۱۳ زره «ترهگر» مو نيولي
۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبهپه شينجيانگ ولایت کې د حکومتي پالیسۍ له کبله په پيکنگ کې حکومت د نړيوالو له خوا له فشار سره مخامخ دی. د بشري حقونو د ټولنو په حواله په شينجيانگ کې په يو ډول «اجباري توقيف ځايونو» کې تر يو ميليون زيات ايغور مسلمانان ساتل کيږي.
د دوشنبې په ورځ د (۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۸ نيټه) د چين دولتي شورا او د چين کابينې يو وار بیا له حکومتي تگلارو څخه په بشپړه توگه دفاع وکړه او ویې ويل: «د ترهگرۍ او افراطيت پر ضد په شينجيانگ کې روانه پالیسي له قانون سره سمه ده.»
د چين د دولتي شورا او کابينې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې زياته شوې چې «شينجيانگ له اوږدې مودې راهيسې د چين برخه ده خو افراطي او ترهگرو اړخونو د دې سيمې د تاريخ په مسخ کولو سره د بيلتون غوښتنې هلو ځلو ته وده ور کړې ده.»
په دې هکله په خپور شوي يوه ستراتيژيک معتبر سند کې ويل شوي: «له ۲۰۱۴ م کال راهيسې په شينجيانگ کې ۱۵۸۸ تندلاري او ترهگریز بانډونه له منځه وړل شوي دي. همدا راز څه نه څه ۱۳ زره تروريستان نيول شوي او ۲۰۵۲ عدده چاوديدونکي توکي حکومتي ځواکونو نيولي دي. تر ۳۰ زرو زيات کسان د تقریباً پنځه زره غیر قانوني مذهبي کړنو په جرم په جزا محکوم شوي دي.»
په دې سند کې زياته شوې چې «د ترهگرۍ پر ضد گامونه او د افراطيت د ختمولو له پاره هلې ځلې په بشپړه توگه قانوني عمل دی.»
خو بل اړخ ته د بشري حقونو سازمانونو د چين د حکومت دا گامونه غندلي دي او ويلي یې دي چې يوازې د «ايغوريانو د ځپلو له پاره سياسي عذر» وړاندې کړل شوی دی. په تبعيد کې د ايغوريانو د نړيوال کانگرس له خوا ويل شوي: «د دې تش په نامه معتبر سند د جاري کولو څخه موخه داده چې حکومت د خپلو افراطي تگلارو او له بشري حقونو څخه سرغړونو له پاره په سيمه کې ملاتړ ترلاسه کړي.»
د فرانسې د خبري آژانس د رپوټونو په حواله اوس په شينجيانگ کې ځای پر ځای د لگول شويو لوحو له لارې دا خبرداری ورکول کيږي چې هيڅوک هم په عامه ځای کې د لمونځ کولو اجازه نه لري. همدا راز هیڅ يو وگړی نه شي کولی چې تر پنځوس کلنۍ مخکې ږيره پريږدي او د دولت مسلمانان کارکوونکي د روژې په مياشت کې د قانون له مخې د روژې نيولو اجازه هم نه لري.
د فرانسې د خبري آژانس په حواله د چين په شينجيانگ ايالت کې اکثريت مسلمان ايغور اوسيدونکي په اصطلاح تر سخت حکومتي کنترول لاندې په «سر خلاصو زندانونو» کې ژوند کوي. په شينجيانگ ایالت کې ډېر شمير مسلمانانو اوسي چې زياتره یې د ترک نژاد ايغور قوم سره تړاو لري.
زموږ له آرشيف څخه: