چینایانو د نړۍ تر ټولو لوړ پلونه جوړ کړي دي
د Beipanjiang Duge پل چې ۵۶۵ متره لوړوالی لري اوس د جوړیدو په وروستیو مراحلو کې دی. تمه کیږي چې له دغه پل څخه د ۲۰۱۶ کال په پای کار اخیستنه پیل شي. دې پله په نړۍ کې د تر ټولو لوړ پل لقب خپل کړی دی.
د چین سویل لویدیځه سیمه غرنۍ ده او له همدې کبله په دې سیمه کې د موټر چلول اسانه کار نه دی. د Beipanjiang Duge چې ۵۶۵ متره لوړوالی لري، د کوئیژو او یون نان، ولایتونو تر منځ جوړ شوی دی. د دې پل وروستۍ برخه د سپتمبر په لسمه نیټه وصل شوه.
د دې پله د جوړولو چارې په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې. تر دې پله لاندې د Beipan Jiang سیند تیریږي. تمه کیږي چې د دې پل له جوړیدو سره په سیمه کې د پرتو ولایتونو تر منځ سفر له پنځو ساعتونو څخه دوو ته راولویږي.
چیني انجنریانو ویلي دي چې دغه پل به د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې د موټرو پر مخ پرانستل شي. د Beipanjiang Duge پل ۱۳۴۱ متر اوږدوالی لري، او د یوه مستقیم خط په توګه توګه چې لوړو او ژورې نه لري، جوړ شوی دی.
که څه هم د Beipanjiang Duge په نړۍ کې تر ټولو لوړ پل بلل کیږي خو هغه تر ټولو لوی پل نه دی. د نړۍ تر ټولو لوی پل اوس په فرانسه کې ده. دغه پل Le Viaduc de Millau نومیږي او ۳۴۳ متره لوړوالی لري.
د Beipanjiang Duge برجونه یوازې ۲۵۰ متره ارتفاع لري.
دغه برجونه له یوې درې څخه لږ لرې جوړ شوي دي او له همدې کبله د پله ارتفاع ۵۶۵ مترو ته رسیدلې ده.
په چین کې د نړۍ یو شمیر تر ټولو لوړ پلونه جوړ شوي دي.
اوس مهال د نړۍ د تر ټولو لوړ پل رسمي ریکارد «سیدو پل» ته ورکړل شوی دی. دغه پل هم په چین کې دی او لوړوالی یې ۴۷۲ مترو ته رسیږي.
هغه کارګر چې پر دغه پل باندې کار کوي، باید ډیر زړور ووسي.
د Beipanjiang Duge پر پله باندې ۱۳۹ میلیونه یورو مصرف شوي دي.
تر دې مخکې په امریکا متحده ایالاتو کې پروت د رویال جور پل د ۷۰ کلونو له پاره د نړۍ تر ټولو لوړ پل بلل کیده. دغه پل ۲۹۱ متره لوړوالی یې او په ۱۹۲۹ کال کې جوړ شوی دی.