چین د تاجیکستان او افغانستان پر پوله پوستې او کټارې جوړوي
۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبهد افغانستان او تاجیکستان تر منځ ۱۳۴۵ کیلومتره پوله، ډیر وخت د امنيتي ځواکونو او مخدره مواد د قاچاق وړونکو د نښتو شاهده وي. په دې سیمه کې ځینې وختونه یاغیان هم سرونه راپورته کوي.
په کندز ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو ډیریدل هم د دې پریکړې یو بل لامل ښول شوی دی.
د تاجیکستان د هغې لویې لارې ډیره برخه چې چین له تاجیکستان سره نښلوي هم له همدې سرحدي سیمې څخه تیریږي. په دې سیمه کې وسله والو کسانو څو تنه تاجیک کارکوونکي چې د دغې لویې لارې ساتنه یې کوله، برمته کړي دي.
د دوشنبې په ورځ په یوه خپور شوي فرمان کې د تاجیکستان حکومت د «دولت د ملي امنیت کمیټې» ته لارښوونه کړې ده چې له چین سره یو تړون لاسلیک کړي، څو د پولې پر سر د سرحدي ځواکونو له پاره د روزنې مرکزونه او پولستې جوړي کړي.
چین هر کال تاجیکستان ته د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات لري. دې هیواد د همدې کال په سر کې له افغانستان سره د تاجیکستان پر پوله یوه پوسته جوړه کړه.
روسیې تر ۲۰۰۵م کاله پورې د تاجیکستان او افغانستان په پر پوله خپل یو شمیر سرتیري ځای پر ځای کړي ول. تر ۲۰۰۵م کال وروسته بیا دغه سرتیري د پولې په ۴۲ کیلومتري کې پروت ښار کولاب ته ولیږدول شول. خو مسکو د تیر کال په دسمبر میاشت کې خپل دغه سرتیرې د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ته انتقال کړل.