کرونا: دغو هيوادونو پر ګرځېدلو بنديزونه لګولي دي ـ انځوريز البوم
د کرونا له کبله د افغانستان په څو ښارونو کي پر ګرځېدو بنديز لګولی سوی. خو افغانستان يوازنی هيواد نه دی. يو شمېر هغه هيوادونه چي پکښي په لوړه پيمانه پر ګرځېدو بنديزونه يا محدوديتونه لګول سوي دي، دلته يې وپېژنئ:
هند
د مارچ له ۲۴ څخه د ۲۱ ورځو له پاره په ټول هيواد کي بشپړ ګرځبنديز (لاک ډاون)
آلمان
په آلمان کي د مارچ له ۲۲مي څخه دباندي د دوو کسانو څخه د زياتو خلکو پر راټولېدلو يا له کور څخه بېله مهم عذر (خوراک يا درمل اخيستل) پر وتلو بنديز دی.
بريتانيه
د مارچ له ۲۳مې نېټي څخه د درو اونيو له پاره له کور څخه د نه وتلو سپارښتنه سوې ده.
سويس
د مارچ له ۲۴ څخه امر سوی چي د اپريل تر ۱۹مې نېټي دي څوک له کوره نه وځي. ټول ريستورانتونه او چای خانې بندي سوي دي.
هسپانيه
د مارچ له ۱۴مې نيټي څخه په دغه هيواد کي بېړنی حالت اعلان سوی دی او نه دي ويل سوي چي تر کوم وخته به دوام وکړي.
فرانسه
د مارچ له ۱۷مې نيټي څخه د لسو ورځو له پاره ګرځبنديز لګولی سوی ؤ چي د مارچ په ۲۷مه د اپريل تر ۱۵مې نېټي پوري وغځول سو.
ايټاليا
ايټاليا په اروپا کي لومړی هيواد ؤ چي ګرځبنديز يې ولګوی. ويل سوي دغه بنديزونه به د وضعې تر بېرته کنټرول لاندي راتلو پوري دوام وکړي.
بلجيم
د مارچ له ۱۸مي څخه د اپريل تر ۵مې نېټي پوري بنديز اعلان سوی ؤ چي اوس د اپريل تر ۱۹مې پوري غځول سوی دی.
ډنمارک
د اپريل تر ۱۳مې پوري بنديز لګول سوی او ښايي نور هم پسي وغځول سي.
يونان
د مارچ له ۲۲مې ګرځبنديز لګول سوی دی. د کور څخه د وتلو پر وخت بايد څوک د ځان سره ځانګړی سند ولري.
ايرلند
د مارچ له ۲۷مې څخه د اپريل تر ۱۲مې پوري له کورونو څخه د نه وتلو سپارښتنه سوې.
سويلي افريقا
د مارچ له ۲۷مې نيټي څخه تر درو اونيو پوري ګرځبنديز لګول سوی او عسکر د سړکونو او کوڅو څارنه کوي.
نوی زيلند
د مارچ له ۲۶مي څخه ګرځبنديز پېل سوی دی.
سعودي عرب
د سعودي په مکه مکرمه، مدينه او رياض ښارونو کي د ۲۱ ورځو له باره ګرځبنديز لګول سوی دی.