کرونا ويروس؛ روسيه کې پر مچي کولو بنديز
۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبهدغه روسی سازمان چې کار یې د مصرفي شيانو کنترول دی، یوه څارونکي يې د روسي اتباعو څخه غوښتي دي چې هغوی د یو بل د ليدلو يا يو بل ته د نژدې کيدو پر وخت یو بل ته له لاس ورکولو، مچي کولو او يا په خوشالۍ او مينې سره په غيږ کې نيولو څخه ډډه وکړي. سربيره پر دې سپارښتنه شوې چې له ماسک څخه استفاده وشي.
له هغو کسانو چې اوږده وريښتان لري، غوښتنه شوې چې خپل وريښتان خلاص پرې نږدي او وې تړي. خلکو ته سپارښتنه شوي چې دروازې له دستګيرونو څخه ونه نیسي او له هغو کسانو لرې واوسي چې د زکام ناروغۍ نخښې په کې ليدل کيږي.
د ماسک څخه پر استفادې ټينګار شوی او زیاته شوې چې دغه ټکي په تيره د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې رعايت سي.
دغه حکومتي سازمان هغو روسي شرکتونو ته چي چينايان په کې کار کوي او هغوی د نوي چینايي کال د لمانځلو په موخه چين ته تللي دي ويلي دي چې چين ته د تللو کارګرانو د رخصتيانو موده تر نامعلوم وخت پورې وغځوي.
که څه هم په روسيه کې تر اوسه د کرونا وايروس نخښې نه دي ليدل شوي، خو دغه سپارښتنې د چين سره د ګاونډيتوب په دليل، احتياطاً شوې دي.
روسيې، له چين څخه د کرونا وايروس د انتقال د مخنيوي په موخه د چين سره په ګډه پوله، په پښو او په شخصي موټرو کې تگ راتگ بند کړي دي. خو په ريلونو کې د تجاري مالونو انتقال او د مسکو او بيجنګ تر منځ د مسافر وړونکي ريلونو تگ راتگ ادامه لري.
د موضوع په تړاو دغه انځوريز البوم هم وګورئ!