1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوتره په یو نیم میلیون ډالره وپلورل شوه

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د کوترو سيالۍ نه يوازې په آسيايي هېوادونو بلکې په اروپا کې هم د مشهوريدو په حال کې ده. په همدې تړاو په اروپايي هېواد بيلجيم کې د نړۍ تر ټولو گران بيه کوتره وپلورل شوه. خو په دې کوتره کې کومه داسې ځانگړې خبره ده؟

https://p.dw.com/p/3FM58
Armando
انځور: Joel Verschoot

په بروکسل کې د ارماندو په نوم د چټکې کوترې داوطلبي ډيره په زړه پورې وه. په دې داوطلبۍ کې د دوو چينايي وگړو ترمنځ سخته سيالي وشوه. د يوې کوترې د اخيستو له پاره دا تر اوسه تر ټولو لوړه بولي او درې برابره زياته لگول شوې وې بيه وه.

د «پِجن پيراډايز» په نوم شرکت له خوا جارج فراري رويترز خبري آژانس ته وويل: «هيچا هم د دومره سترې بولۍ په اړه فکر نه وو کړی.»

Tauben-Olympiade 2017 in Brüssel
په بروکسل کې د نيلامۍ له پاره ساتل شوې کوترېانځور: Reuters/F. Lenoir

څومره چې په چين کې د خلکو د مرغانو سره مينه پخوانۍ ده، همدومره په بیلجيم کې د مرغانو د لیلامۍ دا لوبه هم زړه ده.

د يکشنبې په شپه يعني د مارچ پر ۱۷ نيټه د ارماندو پر سر سيالي د نندارچيانو له پاره ډيره جالبه وه. ارماندو بې ساري چټک پرواز کوي او تر اوسه یې د کوترو د تیز او اوږده الوت ټول ريکارډونه مات کړي دي او همدا یې د ځانگړتيا وجه ده.

د دې چټک کوتر مالک جويل ورشوت وو. په چين کې چې کوم کس دا کوتره اخيستی د هغه نوم نه دی په ډاگه شوی.