کومي مطرح څيرې په کرونا اخته يا قرنطين شوي دي
د نړۍ ځيني مطرح څيرې په کرونا ويروس اخته شوي او يا د احتياط له مخې له نورو شکمنو سره د تماس له وجې قرنطین شوي دي. انځورونه يې دلته ليدلای شئ
د برازيل يو وزير د کرونا مثبت تيست چې له ترامپ سره يې ليدلې هم وو
د برازيل د مخابراتو وزیر په نوي کرونا اخته شوی. د سیمه ايز رپوټ له مخې هغه په دې وروستیو کې د امريکا له جمهور ریس ترامپ او د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو سره هم ليدلې وو. په عين وخت کي د برازيل جمهور رئیس بولسودنارو هم د کرونا ازموينه کړي خو لا تر اوسه يې نتيجه معلومه نه ده.
د بريتانيا د روغتيا وزیره
په بريتانيا کي د کرونا ۴۳۰ مثبتې پيښې شته. د فرانسی خبری آژانس د رپوټ له مخې، د بريتانيا د روغتيا وزيره هم د اخته کسانو په لړ کې ده. هغې په خپله په کرونا د ناروغو کسانو ايمني مسايلو چارې په غاړه درلودې.
د آسترالیا د اخله چارو وزير
د استراليا د داخله چارو وزیر هم د جمعي په ورځ اعلان وکړ چې د لابراتواري ازموينی نتيجه يې مثبته ده. خو هغه ټيګار کړی، چې روغتياي حالت يې ښه دی. هغه تيره اونۍ امريکا ته تللی ؤ او د ترامپ له لور ايوانکا ترامپ، د امريکا جمهور ريس او د دغه هيواد د لوي څارنوال ويليام بار، د برتانيا، کانادا او نوي زيلاند له استازو سره هم ليدنکې کتني درلودې.
د کاناډا د لومړی وزير میرمن
د کاناډا د لومړي وزير جستن ترودو ميرمن سوفي ترودو د کرونا په نوي ویروس اخته شوې ده. په خپله ترودو هم په قرنطين کي دی، چې په دغه ويروس اخته شوې نه وي. په کانادا کي تر اوسه ۱۴۵ کسان په دې ویروس اخته شوی، خو لا تر اوسه د دغه ويروس له کبله څوک نه دې مړ شوې.
د پرتګال جمهور رئیس قرنطین کيدل
د پرتګال جمهور رئیس مارسلو ربلو دي سوسا د دوه اونيو له پاره قرنطين شوی. که څه هم د دغه ۷۱ کلن سیاست وال اخته کيدل لا تر اوسه نه دي ثابت شوی، خو هغه د دغه هيواد په شمال کې د يو ښوونځي له شاګردانو سره کتلې وو چې وروسته دغه ښوونځې د کرونا ويروس د خپريدلو له کبله وتړل شو.
د آلمان د داخله چارو وزير د قرنطين پای ته رسیدل
هورست زيهوفر د آلمان د داخله چارو وزیر هم په کرونا اخته شکمن سړې سره د تماس له کبله ځان قرنطین کړی وو، خو هغه روغ وو. هغه د چهارشنبې په ورځ بيرته بيا برلین ته تللې او خپل کار يې پيبل کړی دی. د آلمان د ولسی جرګی (بوندس تاگ) د يو تن استاي هاګن راين هولد لابراتواري ازموینه مثبته اعلان شوي. هغه له اتريش څخه د خپلو رخصتيو له بيرته راګرزیدلو څخه وروسته په دغه ناروغۍ اخته شوي.
د ايران د يو شمير سیاسي څيرو ازمويني هم مثبتی ګڼل شوي
په ايران کي په کرونا ويروس د اخته کسانو تر منځ هم ځيني سياست وال، لکه د جمهور ريس معاونه معصومه ابتکار د روغتيا وزارت معاون او د پارلمان استاذې مجبتنبي ذوالنور، په دغه کسانو کي دي.د ایران د روغتيا وزارت وروستئ شميرنې ښيې چې تر اوسه په دغه هيواد کي ۱۰ زره او ۷۵ تنه په دغه ويروس اخته شوي او ۴۲۹ تنه د دغه ويرس له کبله مړه شوي،۳۲۷۴ ناروغه کسانو بيرته خپله روغتيا تر لاسه کړي.
د هاليود فلمي ستورې تام هنکس او ميرمن يې هم په اخته کسانو کي دي
د هاليود فلمي ستوري تام هنکس پر خپله تويتر پاڼه ليکلي دي چې هغه او ميرمن يې ريتا ويلسیون استراليا ته سفر کړی وو او هلته په دغه ويروس اخته شوي.
کرستيانو رونالدو په قرنطين کې
د فوټبال مشهور ستوري او د یوونتوس د ټيم لوبغاړې کرستيانو رونالدو او د ده د ټيم يو شمير لوبغاړو په خپله خوښه د قرنطین غوښتنه کړې. دا کار وروسته له هغه تر سره شو، چې د دوي د ټيم يو تن لوبغاړې دنیله روګاني پر کرونا اخته شو.
دآرسنال کلپ مدير
د آرسنال فوټبال کلپ مدیر آرتيتا هم ويلي چې د کرونا ويروس لابراتواري ازموینه يې مثبته ده.
د فوټبال د چلسی ټيم فارورد هم په کرونا اخته شو
کالوم هادسون ـ اودي د چلسی ټيم مهاجم هم د کرونا په ناروغۍ احته شوی. دغه کلپ ويلي چې دلته ټول مربيان او لوبغاړې به په خپله خوښه قرنطين شي.