۲۰۱۶ کال به آلمانيانو ته له ځانه سره څه راوړي؟
د ودې او پرمختگ په برخه کی ډیری نښې لیدل کیږي ، خو خطرونه هم ورسره ملگري دي. کوم شی به د اقتصادی ودې سبب سي او څه شی به د هغه مخه ونیسي...
کمزوری یورو
د امریکایي ډالرپه مقابل کي اروپایي صادر کوونکي گټه کوي ، ځکه د هغوی تولیدات په نړیوال بازار کي مخ په ارزانه کیدو دي. د دې کار یو دلیل دا دی چی د اروپا مرکزي بانک د هغو ملاتړ کړی دی. د اروپا د اقتصاد د پرمختگ له پاره هیلي مخ په زیاتیدو دي.
سودا اخیستل خوند کوي
...ترټولو د مخه چی قیمتونه زيات لوړ نه سي. لږ انفلاسیون د دې باعث سوی چي رانیووونکي ډیري پیسې د شیانو پر رانیولو ورکړي. د اسعارو پورته کیدل هم اقتصاد ته وده ورکوي.
ټیټه مالیه
سربیره پر دې چی امریکایی دولتی بانکونو په دسمبر کي خپل سود پورته کړ، خو د اروپا مرکزې بانک بیا خپل د ارزانه پولي سیاست سره پاته سو. د هغه پر اساس یې سود هم لږ دی ، ځکه نو سپما هم کومه گټه نه کوي. اوس به نو له دې پیسو سره څه کیږي؟ باید په مصرف ورسیږي. نو دا کار هم د اقتصادي ودې سبب کیږي.
په هرځای کی د کورونو جوړول
د کورونو د جوړولو له پاره په اوس وخت سړی ډیر ارزانه کریدت تر لاسه کولای سي. که څه هم د کورونو بیه په ښارونو کي وار په وار لوړیږي ، خو بیا هم د شخصي کورونو درلودولو ته لیوالتیا پر خپل ځای پاته ده. کارپوهان په دې نظر دي چی په ۲۰۱۶ کال کي به هم په دې برخه کي کوم بدلون رانه سي.
اومه تیل
که څه هم د اقلیم ساتني په کنفرانس کی د فوسیلی انرژۍ څخه د مخه ښه پریکړه وسوه خو بیا هم هغه د اقتصاد مهمه برخه جوړوي. تر ټولو دمخه چي هغه دومره ارزانه وي لکه اومه تیل. آلمان د تیلو د واريدوونکي هیواد په توگه د هغه د ارزانې بیې څخه گټه پورته کوي. د کارپوهانو په نظر به د هغه بیه د لوړې عرضې له امله په راتلونکي کي هم همداسي ټيټه پاته سي.
بېروزګاري
په آلمان کی د بېروزګار کسانو شمیر دوه اشاریه شپږو میلیونو ته راکښته سوی. هغه کسان چی کار لري ، مالیه ورکوي ، ډیري پیسې مصرفوي او د دولت له خوا مرستو ته اړتیا نه لري. دا کار اقتصاد ته گټه رسوي. خو د ډیرو مهاجرو د راتگ له امله ښایي د بیکارۍ سطحه هم لوړه سي.
خو کمزورې یورو به د اقتصادي ودې مخه ونیسي
که څه هم یورو صادراتو ته گټه رسوي ، خو د وارداتو د گرانۍ سبب کیږي. همدارنگه د تیلو د پاره هم چي راکړه ورکړه یې په امریکایي ډالرو کیږي ، باید ډیري پیسې په مصرف ورسیږي. دا کار نه یوازي پر شرکتونو بلکه پر مصرف کوونکو باندي هم اغیزه اچوي.
د چین اقتصاد مخ پر ځوړند دی
آلماني شرکتونو د کلونو راهیسي د چین د اقتصادي ودې څخه گټه پورته کوله. د چین جمهوریت د آلمان له پاره په آسیا کي یو مهم تجارتي ملگری دی. خو د چين د حکومت په نوي پنځه کلن پلان کي ښکاره کیږي چی په راتلونکي کي به په دغه هیواد کي یوازي اوه فیصده اقتصادي پرمختگ راسي. دا کار به پر داخلي صادر کوونکو هم اغیزه واچوي.
بریتانیا لا اوس په اروپایي ټولني پوري اړه لري
هغه وخت به څه کیږي چی بریتانیا کاملاً د اروپایي ټولني څخه ووزي؟ اقتصادي کارپوهان وایي چی په دې کار پوري د اروپا راتلونکی تړلی دی. د بریتانیا صدراعظم دیوید کیمیرون د ۲۰۱۷ کال تر پایه پوري د یوه ریفراندم ژمنه کړې ده. بیا به نو بریتانویان په خپله پریکړه کوي چي په اروپایي ټولنه کي پاته سي او که ووزي؟
د بریدونو څخه ویره
دا کار کیدای سي پر اقتصادی پرمختگ باندي اغیزه وکړی او د پیسو مصرفولو سره علاقه راکمه کړي. په سوریه کي د جرمني د نظامي ماموریت سره سم په آلمان کي د بریدونو څخه ویره هم مخ په زیاتیدو ده. د مستهلکینود ادارې کارپوهان وایي چي په نورو هیوادونو کي بریدونو د دې ځای پر مصرف کوونکو باندي دومره ډیره اغیزه نه ده اچولې.
او د مهاجرو موضوع؟
یوازي په ۲۰۱۵ کال کي د یو میلیون په شاوخوا کي کډوال آلمان ته راغلي دي. اوس دا پوښتنه رامنځته کیږي چی آیا د آلمان اقتصاد به د نووو مهاجرو د راتگ څخه گټه واخلي؟ آیا دوی گټوري کاري قوې دي او که د راتلونکي بېروزګاران؟ آیا دوی به تجارت ته رونق ورکړي او مالیه به ورکړي او که زموږ پر اجتماعی سیستم باندي به فشار زیات کړي؟ خو دا کار په دې پوري اړه پیدا کوي چی آلمان به څومره خپل د ادغام پر مسأله غالب سي.