په عراق کې اور لګېدني ۱۰۰ تنه مړه او ۲۰۰ نور زخمی کړي دي
۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبهد عراق په شمال کې د نینوا ولایت په حمدانیه ښار کې د واده په مراسمو کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱۴ کسان وژل سوي او ۲۰۰ نور ټپیان سوي دي. دا پېښه په ځايي وخت په ۱۰.۴۵ دقیقو پرمهال سوې ده.
د اور لګیدنې لامل لا نه دی څرګند، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره سوي ویډیوګانې ښيي چې اور لګېدنه د اور لوبې وروسته رامنځته سوې.
په خپرو سویو ویډیوګانو کې ليدل کيږي چې د صالون د چت ځینې برخې سوځي او راولويږي. د واده میلمانه هڅه کوي د پیښې ځای پریږدي.
د عراق دولتي خبري اژانس «اینا» په خپل لومړني راپور کې د عراق د روغتیا د وزیر په حواله د مړو او ټپیانو شمېر ۱۵۰ اعلان کړی و. خو د عامې روغتیا وزارت یو سیمه ییز چارواکي احمد دوبرداني د »روودا« تلویزیون ته وویل چې د ټپیانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسیږي.
يادې شبکې د دې پېښې ویډیو په ایکس (پخواني ټویټر پاڼه ) کې هم خپره کړې ده.
دعراق لومړي وزیرد دغه هیواد له چارواکو غوښتي دي چې د اورلګېدنې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ټول شته امکانات اماده کړي.
د عراق د ملکي دفاع د ادارې مشر ویلي، هغه تالار چې د ودونو لپاره کارول کېږي ډیر ارزانه او ډېر ژر اخيستونکو مواد پکښي کارول شوي ول. هغه ټینګار وکړ، چې د ودونو په تالار کې امنیتي اړتیاوې نه دي پوره سوي او نه هم هلته د خبرداري سیستم نصب سوی وو، او تالار د اور له امله سخت زیانمن سوی او چت یې هم نړېدلی دی.
ژغورونکي د تالار د چت نړیدو وروسته تر خاورو لاندې د قربانیانو په لټه کې وو. د پېښې په ځای کې د شپې په مهال د قربانیانو ژوندي پاتې سوي کسان او ګڼ شمېر خلک لا هم موجود وو.