د افغانستان د اقتصاد لږ وده او نامعلوم راتلونکی
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبهنړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کي ویلي دي چي د افغانستان اقتصاد د ودې معتدلې نخښې له ځانه سره لري، خو بیا هم د نورو ترڅنگ د مالي محدودیتونو، په تجارت کي د انډول د نه موجودیت او د پانگونې له پاره محدود ظرفیت سره مخامخ دی.
نړیوال بانک ویلی دي چي د دغه ښه والي یوه برخه د غذايي موادو د کښتي بیې له امله ده چي د کورنیو د معشیت د یو څه ښه والي سره یې مرسته کړې ده.
د نړیوال بانک په رپوټ کي راغلي دي چي دافغانستان صادرات په ۲۰۲۳ م او ۲۰۲۴ کلونو کي ثابت پاته سوي دي، خو دغه هیواد ته واردات زیات سوي دي چي په نتیجه کي یې د تجارت کسر مخ پر زیاتیدو سوی دی.
رپوټ خبرداری ورکړی چي اساسي موادو لکه خوړو، سونګ توکو او همدارنگه ماشین آلاتو په گډون لومړنیو توکو ته د منحصر پاتېدو په نظر کي نیولو سره به د تجارت په توازن کي بې ثباتي لاپسې زیاته سي چي د هیواد اقتصاد به له گواښ سره مخامخ کړي.
په نړیوال بانک کي د افغانستان د څانگې مسؤل فاریس حداد زروس، ویلي دي چي په دغه هيواد کي د اقتصادي ودې امکانات، د داخلي خصوصي سکټور د پام وړ ظرفيتونو څخه ګټې اخيستنې او د سوداګرۍ د چاپيريال په ټوليزه توګه ښه والي ته اړتيا لري.
هغه زیاته کړه: "دا کار د پانگونې په زیاتوالي، د کوچنیو کارونو د ترلاسه کولو له پاره مالي سرچینو ته د لاس رسي په امکاناتو او د مسلکي او تحصیل یافته سوداگرو ښځو په ملاتړ پوري اړه لري، تر څو د هغوی کار او کسب وده وکړي."
د حداد زروس، په باور پرته له دې د افغانستان اقتصاد د اوږدمهاله رکود له خطر او د دوامدار پرمختګ له پاره محدودو امکاناتو سره مخامخ دی.
دا په داسي حال کي ده چي طالبانو د دغه رپوټ له خپرولو څخه یوه ورځ مخکې، په روغتیايي انستیتونونو کي د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولگاوه.
سره له دې د نړیوال بانک رپوټ څرگنده کړې ده چي د افغانستان په اقتصاد کي ۲،۷ فیصدي وده، د هغو اقتصادي زیانونو فقط ۱۰ سلنه جبرانوي چي د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي واک ته د طالبانو د بیرته رسیدو راهیسي رامنځته سوي دي.
واک ته د طالبانو له دوباره رسیدو مخکي هم د افغانستان اقتصاد تر ډیره ځایه پر بهرنیو مرستو ولاړ و. خو پر دغه هیواد باندي د طالبانو د واکمنۍ راهیسي د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخامخ سو او د افغانستان د نړیوالو بسپنه ورکوونکو په میلیاردو ډالرو پیسې وځنډیدې. علاوه پردې په زرونو افغانانو له خپلو سرمایو سره یو ځای دغه هیواد پریښود.