د مراکشي ملخانو یرغل د افغانستان د څو ولایتونو کروندې ګواښي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعهد ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( (FAO یوه اعلامیه وايي، د افغانستان اته ولایتونه چې د پراخو کروندو له امله د غنمو په کندو هم شهرت لري، د مراکشي ملخانو د برید له ګواښ سره مخامخ دي. ددغه سازمان په خبره تراوسه په بدخشان، بغلان، سمنګان، قندوز، بلخ، بادغیس، سرپل او تخار ولایتونو کې مراکشي ملخان لیدل شوي او د پراخ یرغل په صورت کې ښايي د افغانستان کرنیز سکټور ته ستر زیان واړوي.
د خوړو او کرنې سازمان ویلي دي چې مراکشي ملخان تر ۱۵۰ ډوله ډېر نباتات چې په هغو کې ۵۰ ډوله خوراکي نباتات شامل دي، خوري چې دا ټول ډولونه یې په افغانستان کې وده کوي.
افغانستان کې د دغه سازمان استازی ریچارډ ترنچارډ ویلي چې دا د افغانستان د بزګرانو، کرنې په ځانګړې توګه غنمو ته یو لوی ګواښ دی.
د افغانستان د څو ولایتونو بزګران وايي چې د ملخانو ډولونه په دغو ولایتونو کې لیدل شوي دي. هغوی اندېښمن دي چې د ملخانو د پراخ هجوم په صورت کې به یې حاصلات داسې مهال له لاسه ووځي چې په هېواد کې د لوږې بحران په تیزی سره دوام لري.
«که مرسته ونه شي، تباه کیږو»
د بادغیس په آب کمري ولسوالۍ کې یو بزګر محمد ناصر دویچه ویله ته وویل: «له څو ورځو راهیسې مې پام شوی چې د نباباتو پاڼې ملخانو خوړلي او زمونږ د کښتونو ساقو او پاڼو کې د سوریو نښې لیدل کیږي، زه اندېښمن یم چې که چېرې دې وضعیت ته رسېدنه ونه شي، ټول حاصلات به ملخان وخوري.»
د افغانستان په لویدیځ غور ولایت کې یوه بزګر ابراهیم وویل، حیران یو چې د ملخانو د پراخ هجوم په صورت کې به څه کوو، ځکه چې د ملخانو د مخنیوي او د ملخانو له امله کروندو ته د اوښتو زیانونو د درملنې لپاره د درملو هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.
هغه دویچه ویله ته وویل: «که چېرې موږ سره مرسته ونه شي، تباه به شو. مونږ له دې اړخه سل په سلو کې اندېښمن یو. زموږ ټول عایدات د کرنې له لارې دي او د خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ لګښتونه هم د کرنې له لارې پوره کوم. ملخانو هګۍ اچولي، که یې مخنیوی ونه شي تر راتلونکې یوې میاشتې وزر کوي او زمونږ په کښتونو او زراعت بریدونه کوي.»
اړوند مطالب:د خوست کروندگر له طبیعي افتونو څخه سر ټکوي
د افغانستان په سرپل کې یوه بل بزګر محی الدین وايي: «طالبان باید له پېښې وړاندې عمل وکړي، ځکه چې تراوسه موږ سره ددې آفت د له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.»
د طالبانو حکومت د کرنې وزارت تاییدوي چې د افغانستان پر کښتونو د ملخانو د برید خطر شته. ددغه وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان ۱۸ ولایتونه د ملخانو د برید له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه: «موږ توانیدلي یو چې د ملخانو له آفت سره د مبارزې لپاره اغیزمنو ولایتونو ته د اړتیا وړ امکانات او درمل ولیږو. ډاکټران او سلاکاران په بیلابیلو ولایتونو کې شته چې بزګرانو ته مشورې ورکړي چې څه ډول د ملخانو له آفت څخه خپل کښتونه خوندي کړي.»
تر ټولو ویجاړوونکی ملخ
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان مسؤل ویلي دي: «شاوخوا ۲۰ او ۴۰ کلونه پخوا د مراکشي ملخ خپریدو د افغانستان د غنمو ۲۵ سلنه تولیدات له منځه یووړل. وړاندوینه کیږي چې سږني حاصلات به په وروستیو دریو کلونو کې ترټوله غوره حاصلات وي، خو د ملخانو ګواښ به دا لاسته راوړنه له ګواښ سره مخ کړي او د خوړو خوندیتوب په اړه به سږ او راتلونکی کال وضعیت لاپسې کړکیچن کړي.»
مراکشي ملخان له اقتصادي پلوه د ټولې نړۍ په کچه ترټولو ویجاوړونکی آفت پیژندل شوی. اف ای او آټکل کړی چې د ملخانو د پراخ برید په صورت کې ښايي د افغانستان د غنمو یو په څلور برخه حاصلات له منځه یوسي.
دغه سازمان ویلي چې د سږ کال وچکالی، تر حد ډېر د څړ ځایونو کارولو، د آپریل او مارچ میاشتو کې ورښتونو د ملخانو د خپرېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي او له بل لوري د ملخانو د کنترول لپاره اقدامات هم د نشت برابر دي.
د ملخانو وده پنځه پړاوونه لري او د هغوی مخنیوی له اول تر دریم پړاؤ ډېر ساده او اسان دی. له هګۍ اچولو وروسته یوه میاشت اخلي چې د ملخانو وزرونه وده وکړي او بیا په ډله ییز ډول په کرنیزو سیمو بریدونه کوي. د ملخانو کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ کیلومترو پورې الوتنه وکړي، چې د باد یا هوا چټکتیا ته په کتو ښايي دغه مزل توپير ولري.