توماس وېسټ یو ځل بیا د افغانانو د خپل منځي خبرو غږ کړی
۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبهاعلان
ښاغلي وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په خبرو کې د افغانستان له خلکو وغوښتل شول چې ښځې او نجونې باید بیرته ښوونځیو او زده کړو ته وروګرځي او د هغوی د هېواد راتلونکې لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو پر اړتیا خبرې وشوې.»
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د کړکیچ نړېوالې ډلې په خپل یوه وروستي رپوټ کې افغانستان کې د بشري مرستو له کمېدو خبرداری ورکړی.
د رپوټ په وینا د دې مرستو کمېدو ترټولو ستر زیان افغان ښځو ته اوړي او همدا اوس شاوخوا ۱۱،۶ میلیونه افغان میرمنې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.