۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبهمحمود نور زاهي د پاریس سږنیو المپیک سیالیو کې د خپل هېواد افغانستان استازولي وکړه؛ خو تر لوبو وروسته یې د المان په بایرن ایالت کې د پناه غوښتنه کړې. دې ۳۳ کلن افغان لوبغاړي چې د کډوالۍ په کلونو کې یې ایران کې روزنه لیدلې، د طالبانو له ویرې یې هېواد پرېښی او اوس هیله لري، چې په سویلي المان کې ژوند وکړي. نوموړی نيت لري، چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي، کومې چې په لاس انجلس کې کېږي.